بلوچ یکجهتي کمیټۍ ویلي دي چې په اسلام اباد کې د هغوی په ملګرو د پولیسو د تشدد او نیولو پر ضد د ډېسېمبر پر ۲۳مه په تربت کې بازارونه بند دي.
کمېشن د ډېسېمبر پر۲۲مه وویل چې د تحریک انصاف خپلمنځي ټاکنې (انټرا پارټي الېکشن) د قانون سره سمې نه وې نو ځکه ورته د بیټ نښه نه ورکوي.
د فلسطین د بیت لحم ښارګوټي اوسېدونکي وایي، هلته سږ کال د کرېسمېس خوشالۍ نه شته. د دوی په خبره، په تېرو کلونو کې به هلته په دې ورځو کې د ښار بازارونه او دوکانونه له سیلانیانو څخه ډک ول خو اوس داسې نه ده، په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په دې ویډیويي راپور کې.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د بلوڅانو د احتجاجي لاریون موضوع څېړلې ده. د ډېسېمبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې پولیسو پر بلوڅ لاریونوالو تشدد وکړ او لسګونه یې ونیول چې د بشري حقونو سازمانونو یې غندنه وکړه. خو پولیس وايي چې بلوڅانو ورباندې کاڼي وویشتل ځکه یې هغوی ونیول. په دې اړه تفصیل په ویډیويي بحث کې وګورئ.