د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر علي وزیر د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه په بیان کې دعوه کړې ده چې رېټرننګ افسر (ضلعي انتخاباتي افسر) ورته ویلي ول چې ټول کاغذونه یې له اصولو او شرایطو سره سم ول خو د نوماندانو په نوملړ (فهرست) کې یې نوم نه دی شامل کړی.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي د مزري (مېزري) بوټي له پاڼو څخه بېلابېل شیان جوړوي خو وايي، ګټه یې دومره کمه ده چې اکثر د کورنیو لګښتونو په پوره کولو کې له مشکل سره مخامخېږي. دوی د مزرین صنعت د پراختیا او ورته د بازار موندنې غوښتنه کوي. د خوست د یوشمېر ولسوالیو په غرونو او غونډیو کې د مزري بوټی پیدا کېږي. ویډیويي رپورټ.
په کوټه، پېښور او سوات کې د کتابونو خپروندویه ټولنې وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په پښتو ژبه شاوخوا ۲۵۰ کتابونه خپاره شول. دوی وايي، د چاپ توکو د بیو لوړېدو او له افغانستان سره پر سوداګرۍ د ځینو محدودیتونو له وجې د کتابونو د خپرولو او وېش عمل اغېزمن شو. لیکوالان وايي، که د کتابونو شمېر د پخوا پرتله کم شوی، نو د لیک معیار ښه شوی او د نظم په ګډون د نثر او څېړنې په ډګر کې ښه کتابونه بازار ته راغلي دي. موږ په دې رپورټ کې په ۲۰۲۳ز کال کې د کتابونو خپرېدو او معیار ته کتنه کړې ده.
د پرلت ویاند او د چمن د سوداګرو مشر صادق اڅکزي د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، د ژمي پر دې یخنۍ سربېره د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج جاري ساتي.
د پنجاب په مرکز لاهور کې یو نرښځی د پولیسو په دفتر کې ولسي ستونزې هواروي او خلکو ته لارښوونې کوي. زنایه چودري یو کال مخکې هلته کار پیل کړی او وايي چې خلک یې ستاینه کوي. چودري وايي چې لوړې زده کړې هم کړې دي او پخوا به یې د خیر ښېګړې له سازمانونو سره کار کاوه. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې په پښتني ټولنه کې د معذورۍ ښکار مېرمنې له کومو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وي، په دې خپرونه کې يې واورئ.
د کندهار یو شمېر تنور جوړوونکي وایي. د عصري تنورونو بازار ته وتو د دودیزو خټینو تنورونو بازار سوړ کړی. د دې ترڅنګ د فقر او بې کارۍ زیاتوالی هم د دغه کاروبار د اغېزمنولو نور لاملونه یاد شوي.