Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2023

Новости за 28.12.2023

اصف علي ريحان وايي ژر نوې سندرې خپروي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی هارمونيم غږوونکی او سندرغاړی اصف علي ريحان دی. نوموړی د پېښور د يوې هنري کورنۍ دی او وايي چې موسيقي يې له يوشمېر استادانو زده کړې ده. د ريحان په خبره، د هنر پيل يې له سندرغاړو سره له هارمونيم غږونې کړی وو، خو په ۲۰۱۰ ز کې يې د ځينو ملګرو په غوښتنه خپله سندرې ويل پيل کړل. دی وايي، دا مهال د يوه نوي البم پر جوړولو بوخت دی او زياتوي چې ژر به يې خپور کړي. د اصف علي ريحان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.



کابل ته د مولانا فضل الرحمان د سفر موخه څه ده؟

Mashaalradio.com 

د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مخکښ مشر وايي چې امکان لري چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان کابل ته ولاړ شي او هلته د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د بې اسناده افغانانو هېواد ته د ستنولو تر څنګ پر امنیتي موضوعاتو وغږېږي. مفتي کفایت الله دا خبره تر هغې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته کړې ده چې په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېیر (ناظم الامور) له مولانا فضل الرحمان سره ولیدل او ورته یې افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړه. مفتي کفایت الله دا و نه ویل چې د جمعیت مشر به کله افغانستان ته ځي خو زیاته... Читать дальше...

د خوست ترېزیو کې جرګې د ولور کمولو اعلان کړی دی

Mashaalradio.com 

د خوست په ترېزیو کې د مشرانو او ځوانانو جرګې د ولور کمولو پرېکړه کړې ده. په هغه ولایت کې تر دې مخکې هم جرګو دا ډول پرېکړې کړې دي خو په ترېزیو کې له اعلان سره سم عملي شوې هم ده. د ډېسېمبر ۲۶مې جرګې ویلي دي چې په هغه سیمه کې به هېڅوک تر ۲۵۰،۰۰۰ افغانیو زیات ولور نه اخلي. تر دې مخکې هلته د ولور اندازه له شپږو څخه تر ۱۰ لکه افغانیو پورې وه چې ډېریو خلکو نه شو ورکولای. جرګې ویلي دي چې که څوک د پرېکړې سرغړونه وکړي نو ټول ولس به ورسره تعلقات ختموي. ویډیويي رپورټ.

د ډاکټر ظهیر بلوڅ په ګډون شاوخوا ۵۰ بلوڅ مظاهرچیان له زندانه خوشې شوې دي

Mashaalradio.com 

په همدې حال کې د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په مشرۍ لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر له ۲۳مې راهیسې د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت ته دوام ورکړی دی. د اسلام اباد پوليسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه دعوه کړې وه چې ټول ۲۹۰ نيول شوي احتجاج کوونکي يې خوشې کړي دي.

د غریبۍ کورنۍ ۵ هلکان څنګه په ښوونځي کې اول نومره شول؟

Mashaalradio.com 

د خوست په یوه لیرې او جګړه ځپلې سیمه صبریو کې د یو معیوب کاریګر پنځو زامنو په خپلو ټولګیو کې اول مقامونه ترلاسه کړي دي. د هغو پلار وايي ډير په سخته یې بچي لوی کړي او تعليم یې پرې کړی دی. د کلي خلک د دغو زده کوونکو کورونو ته ورځي او مبارکي ورته ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې د طالبانو حکومت د نجونو پر تعليم له شپږم ټولګي پورته بندیز لګولی دی. له يوه کوره د پينځوو هلکانو د اول نومره کېدو په اړه، نور حال د نجیب الله الوخېل په دې ويډيو رپوټ کې وګورئ.

Новости России
Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы



Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024






Спасатель Щетинин: если вас затягивает в воду, необходимо пытаться двигаться вдоль берега

Жителей и гостей Ногинска приглашают на выставки работ театральных художников

Роспотребнадзор: выявлены производители продукции, вызвавшей вспышку ботулизма

Стали известны условия хранения фасоли, вероятно, вызывавшей ботулизм