د نوې درجه بندۍ ترمخه، پاکستان د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۵۲م او افغانستان ۱۷۸م مقام ته ښکته شوي دي.
په کوټه کې د اېف سي ځواک ویاند کرنل عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه معلومات راغونډوي.
د ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري د مې پر درېیمه پر اېکس یو بیان کې وویل، ډاډه دی چې فیصل کریم کنډي او سردار سلیم حیدر به په عزت او وقار سره خپلې دندې پر مخ بوځي.
په خوست کې د شملې کلنۍ مشاعره شوې چې پکې د ا فغانستان د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د خیبرپښتونخوا شاعرانو هم برخه اخیستې وه. د مې پر دویمه مشاعرې ته له پښتونخوا ورغلي پیژندل شوي شاعر بخت زاده دانش مشال راډیو ته وویل چې دا ډول مشاعرې او کلتوري غونډې په لر او بر وطن کې مېشتو خلکو ترمینځ د مینې او نږدې والي لپاره ډېرې مهي دي. د صبریو او یعقوبیو په ولسوالۍ کې ترسره شوې دغه مشاعره د شپې تر ناوخته روانه وه. په مشاعره کې ځینو شاعرانو په خوستۍ لهجه کې شعرونه زمزمه کړل چې د اورېدونکو لخوا ډېر وستایل شو. ویډیویي... Читать дальше...
د میکسیکو په یو وړوکي ښار اوتومبا کې له ۱۹۶۵ز کال راهیسې هر کال د مې پر لومړۍ، د کارګرانو نړیوالې ورځې په مناسبت، د خرو یو جشن کېږي. د دې جشن موخه د سخت یا شاقه کار درناوی ښوول دي. په هغه سیمه کې خلک د ورځنیو چارو لپاره پر خرو زیاته تکیه کوي نو ځکه وايي چې هغوی د جشن مستحق دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په اعدام د ایران د اعتراضي رپ سندرغاړی توماج صالحي محکومېدو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي. له دې ډلې د المان د پارلمان یوه غړي د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې د ایران رژیم له خپلو وګړو وېره لري. اعتراضي سندرغاړی توماج صالحي په ایران کې د "فیالارض" د فساد په جرم په اعدام محکوم شوی دی.
په کندهار کې یوه سیمه مشهوره ده چې صنعتکاران په کې په لومړنیو امکاناتو تسبیح جوړوي. د تسبیح په جوړولو کې له باارزښته تیږو استفاده کېږي چې له نورو ولایتونو کندهار ته واردېږي. صنعتکاران وايي، له څه مودې راهیسې د تسبیح بازار کم رنګه شوی دی.