په یاد غره کې د درزونو پیدا کیدو وروسته یو شمېر کورنۍ له دې ځایه تللي، خو د امکاناتو د نشتون له کبله د دې ځای، ډېرې کورنۍ لا هم په خپلو کورونو کې اوسیږي.
د اعصابي او رواني ناروغیو پوهان وايي چې په څارويو لاس وهل او د هغوی لمس کول يو ډول درملنه ده چې انسان ته ذهني ارام ورکوي. په امریکا کې زرګونه بزګران په پیسو خلکو ته موقع ورکوي چې د ذهني ناارامۍ او اعصابي فشار کمولو لپاره د هغوی له څارويو سره محدود وخت تېر کړي. خو په وروستیو کې د چرګانو او مارغانو د ناروغۍ یا برډ فلو د اندېښنو له وجې وېره ده چې دا ناروغي څاروو ته هم لګېدی شي او ورسره به دا کاروبار اغېزمن شي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ
مېجر جنرل احمد شريف يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د مارچ پر ٢٦مه د خيبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سيمه کې ځانمرګی بريد په افغانستان کې پلان شوی وو، چې پينځه چينايي انجينران او د هغوی پاکستانی ډرېور پکې وژل شوی وو.
د چمن پرلتوالو د پرلت تر څنګ دا نور احتجاج له هغه وروسته پیل کړ چې د دوی په وینا، ایف سي ځواک یې د مې پر دریمه پر کېمپ په برید کې یو تن وواژی او لس نور یې ټپیان کړل
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مې پر شپږمه د تحريک تحفظ ايين پاکستان يا د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم د حکومته مخالفه شپږ ګونديزه ايتلاف او د بلوچستان سوداګرانو د چمن پرلت په ملاتړ، په بلوچستان کې د بدامنۍ، د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د راخوشې کولو او د اتم فېبرورۍ په انتخاباتو کې د مبیینه درغلیو پر ضد احتجاجي لاریون کړی دی. دا احتجاجي لاريون تر هغه وروسته شوی چې د چمن پرلتوالو په وينا د مې پر څلورمه د سرحدي ځواک سرتېرو پر هغوی ډزې وکړې او لږ تر لږه يو پرلتوال يې وواژه او شاوخوا ۱۰ نور يې ژوبل کړل. Читать дальше...