د افغانستان د شمال په هغو سیمو کې چې د سېلابونو له کبله شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي، د ژغورنې ډلو د لټون عملیات پیل کړي دي. دغه کسان وروسته له هغې مړه شول چې له باران وروسته سېلابونه راووتل.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د شپږو ولایتونو د والیبال د ۴۴ لوبډلو تر مینځ سیالۍ ترسره شوي دي. د پروګرام منتظمین وايي، چې له دې لوبو يې موخه د ځوانانو یووالی، خلکو لپاره د ساعت تېریي زمینې برابرول او له نشو څخه د ځوانانو راګرځول دي. د یاد ټورنامینټ پای لوبې ته د پکتیا او کابل د موسهي د والیبال لوبډلو لاره ومونده، چې د پکتیا د نیازیو د والیبال لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. ویډیویي رپورټ.
د افغانستان په بغلان ولايت کې سېلابونو له ۳۰۰ زیات کسان وژلي او له ۲۰۰۰ زیات کورونه یې وران کړي دي. د ځينو کورنيوو ټول غړي وژل شوي او د ځينو یې يوازې يو يا دوه کسان پاتې دي. ګڼ خلک په خيمو کې ژوند کولو ته مجبوره شوي دي. که څه هم نړيوالو مرستې پيل کړې دي خو سېلاب ځپلي وايي بيړني کار ته اړتيا ده چې بهتره سرپناوې او خواړه ورته برابر شي. اوس هم د بارانونو لړۍ نه ده ودرېدلې او د نورو سیلابونو خطر شته دی. په دې اړه دا ويډيو راپور وګورئ.
د مې ۱۲مې په ماښام د لانګو په مشرۍ د حکومتي پلاوي او د صادق اڅکزي په مشرۍ د پرلتوالو کمیټۍ د مشرانو ترمینځ خبرې وشوې. په حکومتي پلاوي کې د کورنیو چارو صوبایي سیکرتر، د صوبې د پولیسو مشر او د صوبایي اسمبلۍ سپيکر کېپټن عبدالخالق شامل دي.
د خوست د نادر شاه کوټ ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي وايي چې هلته دې پر خوړ اساسي بند جوړ شي. دوی وايي چې تر بارانونو وروسته په خوړ کې سېلاب نه یوازې کورونه او کرنیزې ځمکې خرابوي بلکې اوبه یې هم ضایع کېږي. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، دا مسله له اړوندو ادارو او نړیوالو موسسو سره شریکوي. ویډيويي رپورټ.