Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

خوست کې د پانګونې په هدف د ځمکې او برېښنا اسانتیاوو غوښتنه

0
په خوست کې د فابریکو خاوندانو له حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولایت کې پانګونې ته د پانګه والو د هڅولو لپاره د ځمکې او برېښنا اسانتیا برابرې کړي.


په خوست کې د کانونو او صنایعو خونو مشر ګل زالي خان جانان ازادي راډیو ته وویل، که اسانتیاوې برابرې شي لسګونو زره تنو ته به کار برابر شي.


هغه زیاته کړه: "په خوست کې ۱۲۰ فابریکې شته چې په دې کې لږ تر لږه ۸ زره کارګر کار کوي، دا په حقیقت کې اته زره کورنیو ته د نفقې د پیدا کولو یوه زمینه ده، که په راتلونکې موږ ته صنعتي پارک جوړ شي او برېښنا راشي، نو تر شلو زرو ډېرو کسانو ته به په کې کار پیدا شي."


په خوست کې صنعتي پارک ته پر ځانګړې شوې مځکه لانجه ده او ځینې برخې یې غصب شوي دي.


خو د خوست والي وايي چې په نوي لمریز کال کې به د دې ستونزې حل کولو ته زیات پام واړوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса