Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 12.01.2020

په اسلام اباد کې سندریز بنډار

Mashaalradio.com 

د جنورۍ ۱۱مې پر ماښام، په اسلام اباد کې د پاکستان د هنرونو مرکزي شورا (پي اېن سي اې) د موسیقۍ د زدکړو سکول "اهنګ کدې" د جوړېدو دویمې کلیزې په مناسبت د موسیقۍ بنډار جوړ کړی وو چې ورته نومیالۍ سندرغاړې زرڅانګه وربلل شوې وه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

هرات، کندهار او هلمند کې واورو او بارانونو ۱۷ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په هرات، کندهار او هلمند کې سیمه ییز چارواکي وايي، درنو واورو او بارانونو ۱۷ کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.  د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، په انجیل او ادرسکن کې د درنو واورو د ورېدو له کبله ۸ کسان وژل شوي دي. فرهاد زیاته کړه: "په انجیل ولسوالۍ د واورو د ورېدو او د یو کور د نړېدو په پېښه کې د ېوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي او همداراز په ادرسکن ولسوالۍ کې د یو کور د نړېدو له کبله دوه کسان مړه شوي دي." بل خوا د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امېرخېل آزادۍ... Читать дальше...

چارواکي: غزني کې د عملیاتو پرمهال ۱۷ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۷ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د غزني د والي ویاند عارف نوري نن یکشنبې له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دا عملیات د ګېلان ولسوالۍ په جهانګیر بازار او حضرت شاه، د اندړو ولسوالۍ په سني او د ګیرو ولسوالۍ په بابکر خېل سیمو کې پرون مازیګر د ځانګړو افغان ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک له خوا وشول چې په نتیجه کې یې ۱۵ وسله وال او د مخدرو موادو دوه قاچاقبران وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. د غزني د والي ویاند ښاغلي نوري... Читать дальше...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تهران کې له جګپوړو ایراني چارواکو ګوري

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې له جګپوړو ایراني چارواکو سره لیده کاته وکړي. دا کتنه په داسې حال کې پلان شوې ده چې د امریکا په هوايي حمله کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته په سیمه کې کړکېچ د پراختیا په حال کې دی او په دې لړ کې په پېښور کې سلګونه پارېدلو شیعیه فعالانو له تېرو دوو ورځو راهیسې اعتراضونه پیل کړي دي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې شاه محمود قریشي به د خپل سفر په ترڅ کې له ډیپلوماتیکو لارو چارو د روانې لانجې... Читать дальше...

تهران کې د حکومت ضد لاریون دوام

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې د ایران په پلازمېنه تهران کې نن د دویمې ورځې لپاره خلکو مظاهره وکړه او د چارواکو پرضد یې شعارونه ورکړل. په تهران او نورو ښارونو کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې سپاه پاسداران ځواک ومنله چې د اوکراین یو مسافر وړونکې الوتکه یې سهواً وویشتلې. په همدې حال کې د راپورونو له مخې حکومت په تهران کې د بلوا ضد پولیس ځای پرځای کړي دي. د تهران په ولیعصر چوک کې د بلوا ضد ډلې ډلې پولیس وروسته له هغه ولیدل شول چې د پرونیو مظاهرو په دوام نن یکشنبې هم د مظاهرو غوښتنه شوې ده. په تهران کې... Читать дальше...

ایران د بریټانیا سفیر بندی کړی و

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې د بریټانیا سفیر وايي، ایراني چارواکو د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو د پېښې د قربانیانو په یاد په یوه غونډه کې د ګډون پرمهال د لنډ وخت لپاره بندي کړی و. مهر خبري آژانس راپور ورکړی چې راب مککایر Rob Macaire پرون د جنوري په ۱۱مه د تهران د امیرکبیر پوهنتون مخې ته په یوه غونډه کې ګډون کړی و خو چارواکو په پاروونکو او مشکوکو اقداماتو کې د ګډون په تور ونیوه. په تهران کې د بریټانیا سفیر نن پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل، ده په کومه مظاهره کې نه، بلکې د اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو یاد ته د درناوي په غونډه کې ګډون کړی و. Читать дальше...



کابل کې د پولیسو شپني عملیات؛ غلو "علي سینا" نه دی وژلی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکايي پوهنتون د محصل "علي سینا" له وژل کېدو وروسته پولیسو په پلازمینه کې شپني عملیات زیات کړي دي. د ازادي راډیو خبریال د علي سینا د وژنې پر څرنګوالي او د پولیسو د شپنیو عملیاتو په اړه راپور برابر کړی دی:

کابل کې د ګازو بیې لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د واورو له ورښت او سړو له زیاتېدو ورسته د نفت او ګازو اداره وايي، چې د ګازو د بیو د لوړولو مخه نیسي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

جګړې د یوې کورنۍ ۴ ماشومان معلول کړي

Pa.azadiradio.com 

دغه کورنۍ چې اوس د خپلو ماشومانو د راتلوونکې لپاره اندېښمنه ده وایي، جنګ بس دی، سوله دې راشي. دوی زیاتوي، نه غواړي نور له دې ډېر افغان ماشومان معلول شي. نور جزئیات د لیمې هادي په راپور کې:

له دې وروسته د بارسلونا لوبغاړي به یوازې پر خپلو لوبو تمرکز وکړي

Pa.azadiradio.com 

د بارسلونا نوي لوبغاړو ژمنه کړې چې له دې وروسته به یوازې د بارسلونا فوټبال پر لوبو تمرکز وکړي. د نړېوال ورزشي اژانس د راپور له مخي،د بارسلونا د دفاعي کرښې یو غړی په تنس لوبو، کمپیوټري لوبو او په خپل شخصي کاروبار بوخت وو فوتپال ته یې پام کم و. د بارسلونا مشرانو د نوي لوغاړو په تړون او دغه شان د پخوانیو تړونونو په تمیدید کې دا شرط اېښی چې لوبغاړي به یوازې په فوټبال تمرکز کوي او له فوټبال پرته به بل فعالیت نه کوي مګر دا چې رسمي له یاد کلب څخه رسمي اجازه لیک ولري.

اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي د ۱۰ ورځني تمريناتي کمپ په موخه د متحده عربي اماراتو پر لور وخوځېده. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،دغه کمپ چې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي لانس کلوزنر په مشرۍ ترسره کېږي، د لوبغاړو د مهارت لوړولو او فزيکي جوړښت باندې به کار وکړي. ياد کمپ به د جنورۍ په ۱۳مه نېټه پيل او تر ۲۴مې نېټې پورې دوام وکړي، چې د جنورۍ په ۲۵مه نېټه به لوبغاړي بېرته هېواد ته راستنه شي.

د افغانستان د نجونو فوټسال ۱۹ کلنو لوبډلې تمرینات

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نجونو د فوټسال ۱۹ کلنه لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تمرینات پیل کړل. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې د فوټسال دغه لوبې به د دوشنبې په ښار کې ترسره شي. نوموړي وویل، په یادو لوبو کې به د افغانستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې ګډون وکړي. د فوټسال دغه اسیايي لوبې د جنورۍ په ۲۴ مه پیل او تر ۲۹ مې دوام کوي. افغان لوبډله دا مهال د یادو لوبو لپاره په چمتووالي بوخته ده.

د کابل سوړ ژمی او پر سړکونو کارګران

Pa.azadiradio.com 

د کافي کاري فرصتونو د نشتوالي له امله، یو شمېر خلک د خپلو کورنیو لپاره د نفقې د لاسته راوړلو په هدف د کابل ښار په سړکونو پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.

Новости России
Москва

Ирина Струнова стала Терапевтом года


د افغانستان او هند د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې تمریناتي لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډله به د نړیوال جام په درشل کې نن د هند د نولس کلنو له لوبډلې سره په تمریني مسابقه کې مخامخ شي. دا مسابقه، چې د کرکټ د نړیوالې شورا په چوکاټ کې د جنوبي افریقا په پریتوریا کېږي، د افغانستان په وخت يه ۱۲نیمې بجې پیلېږي. له بلې خوا د افغانستان او ایرلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ نړیوالو شل اوره سیالیو نېټه وروستۍ شوه. ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د مارچ په ۶ مه، ۸ مه او ۱۰ مه د افغانستان په کوربه توب د هند په ګرېټ نویډا لوبغالي کې وشي.

د میدان وردګو مرمرو تولیداتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت د مرمرو په تولیداتو کې د تېر کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه ولایت د کانونو رئیس فضل‌الباری بلوچ وویل، چې د ۱۳۹۷ کال په پرتله په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۱۶۸۸۳ ټنه مرمر زیات تولید شوي دي. نوموړي وویل،چې تراوسه ۱۸۷۹ مټرمربع په اندازه پنځه کانټینره د اذربایجان مرکز باکو ښار ته صادر شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په افغانستان کې د مرمرو شپیته لوی زېرمې شته چې ټوله اندازه یې ۹ میلیاردو ټنو ته رسېږي.

کرنې وزارت: سږ کال د پنبې حاصلات نږدې ۲۱ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د کرنې وزارت وايي، د تېر کال په پرتله روان کال د پنبې (مالوچو) حاصلات نږدې ۲۱ سلنه زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، تېر کال د افغانستان د پنبې د تولید کچه ۵۷ زره او ۴۵۰ ټنه وه، په داسې حال کې چې روان کال ۷۳ زره او ۱۱۹ ټنو ته رسېدلې ده. نوموړی وايي، سږکال د هېواد د ۱۷ ولایتونو په ۴۹ زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه.  په داسې حال کې چې په خبره یې په ۱۳۹۷ کال کې د پنبې کروندې په ۳۹ زره او ۴۹۶ هکټاره ځمکه کې وې. په هېواد کې د پنبې د کچې په زیاتوالي کې، د پر وخت ورښتونو... Читать дальше...

مډال ګټوونکې "کیمیا علیزاده" ایران پرېښود

Pa.azadiradio.com 

کیمیا علیزاده، چې ایران ته یې په المپیک سیالیو کې مډال ګټلی، د تل لپاره له خپل هیواده ووته. دې د ایران سیاسي نظام دوه مخی او ناعادلانه وباله چې سپورټي لوبغاړو ته سپکه اړوي او د سیاسي هدفونو لپاره یې استعمالوي.  علیزاده، چې یوازینۍ ښځه ده چې ایران ته یې په المپیک سیالیو کې مډال ګټلی، پرون (شنبه) په انسټاګرام کې لیکلي: "اجازه راکړئ چې په زغرده ووایم، خپل سانسور شوی هویت وښیم، زه په ایران کې یوه له میلیونونو ځپل شویو ښځو څخه یم." ۲۱ کلنې علیزاده د برازیل د ریو د ۲۰۱۶ میلادي کال په المپیک سیالیو... Читать дальше...

پر زده کړو بوخت له امریکا د ۱۰ سعودي پوځیانو ویستل

Pa.azadiradio.com 

د سي این این د راپور له مخې، تر ۱۰ ډېر سعودي پوځیان به، چې د امریکا په پوځي اډو کې په زده کړو بوخت دي، له دې هیواده وایستل شي. دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې تېره میاشت د سعودي عربستان د هوايي ځواک یوه افسر د فلوریډا د سمندري ځواک په اډه کې ډزې وکړې او ۳ امریکايي ماڼوګان یې ووژل. سي این این د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې د سعودي عربستان ایستل کېدونکي پوځيان د دسمبر د میاشتې د شپږمې نېټې په پېښه کې په لاس لرلو تورن نه دي خو د سرچینو پر اساس ویل کېږي چې ځینې یې له سختدریځو غورځنګونو سره اړیکې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере






На Арбатско-Покровкую вышел новый тематический поезд

Тхэквондисты Подмосковья завоевали четыре медали Всероссийских соревнований

Подмосковные специалисты напомнили о правилах путешествия с питомцем за границу

Баскетболисты из Химок выиграли в первом матче финала Суперлиги