Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 31.01.2020

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې له ووهان ښاره خپل اتباع وباسي ځکه په چین کې مرګونی کرونا ویروس مخ په خورېدو دی. منظورپښتین په دیره اسماعیل خان کې محکمې ته وروستل شو. په اندونیزیا کې له څو کلونو راهیسې د یوې تمساح په غاړه کې ټېر بند پاتې دی. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.

منظور پشتین محکمې ته وړاندې شو

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين نن په ډېره اسماعيل خان کې محکمې ته وړاندې شو. د اورېدنې پر مهال قاضي امر وکړ چې پشتين دې زندان ته ولېږل شي. د پشتين وکيل سعيد اختر نن ازادي راډيو ته وويل چې پوليسو د منظور پشتين پر وړاندې یو بل شکایت هم ثبت کړی چې هغه د پاکستان له اساسي قانونه سرغړونه کړې ده او په همدې اړه نن محکمې ته وړاندې شو. پشتين پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي. منظور پشتين به سبا يو ځل بيا په ډېره اسماعيل خان کې محکمې ته وړاندې شي. مدافع وکيلانو يې پر ضمانت د راخوشې کېدو غوښتنه کړې چې قاضي به ورباندې خپله پرېکړه اوروي.

د میرامشاه بازار دکانداران د ويجاړو شويو دوکانونو تاوان غواړي

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان په مرامشاه کې له څه باندې یو میاشتنې پرلت وروسته د میرامشاه بازار دوکاندارانو په پېښور کې احتجاج پيل کړی دی. دوی وايي د پوځي عملیاتو له کبله يې ۶۶۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي خو حکومت يې تاوان نه ورکوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وکورئ.

خېبر پښتونخوا کې د 'تري ډي' فلمونو سینما

Mashaalradio.com 

خېبر پښتونخوا کې په لومړي ځل د تري ډي (3-D) فلمونو سينما جوړه شوې چې د صوبې د بېلا بېلو سيمو خلک ورته ورځي. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.

کابل کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیس وايي چې نن د پنځمې ناحیې په فاضل بېګ سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وویل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته شااوخوا درې بجې وشوه. ده زیاته کړه: "یو ماین چې په کراچۍ کې ځای پر ځای شوی وو، چاودلی دی. د لومړیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی. د دغو کسانو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه‌شته." د دې پېښې مسئولیت تر اوسه هېڅ‌چا نه‌دی منلی. تر دې مخکې د روانې اوونۍ د... Читать дальше...

'خلیل‌زاد د افغان سولې په اړه له قریشي سره معلومات شریک کړل'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد نن په اسلام‌اباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې زلمي خلیل‌زاد له افغان طالبانو سره د سولې د روانو خبرو اترو په اړه د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره معلومات شریک کړل. شاه محمود قریشي ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې تر موافقې وروسته د افغانانو خپل‌منځي مذاکراتو ته لاره هواره شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. Читать дальше...

د بغلان پولیسو بدخشان ته د هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله

Pa.azadiradio.com 

پولیسو په بغلان ولايت کې تر ۱۰ کيلو ګرامو ډېر هيروئين نيولي دي. د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت ازادي راډيو ته وويل: "۱۴ نيم کيلوګرامه هيروئين چې په يوه بار وړونکي موټر کې پټ کړل شوي ول، په پلخمري ښار کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول." قاچاق کوونکو نيت درلود چې دا نشه‌يي مواد بدخشان ولايت ته قاچاق کړي او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي.



ننګرهار کې له ۵۰۰ کیلوګرامه زیات نشه‌يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولايت کې د پولیسو د درېيو جلا جلا عملياتو په نتيجه کې تر ۵۰۰ کيلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول. د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينیت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل: "لومړي عمليات چې د دلوې مياشتې پر نهمه نېټه وشول، د جلال‌اباد ښار په شپږمه ناحيه کې په يوه موټر کې ۴۶۲ کيلوګرامه چرس او ۲۰ کيلوګرامه تارياک وموندل شول." دوه نور عمليات چې په بټيکوټ ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې پولیسو ۳۲ کيلوګرامه چرس ونيول.  د نشه‌يي موادو د دې درېيو پېښو په تړاو اووه تنه نيول شوي دي.

فراه کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي مواد له‌منځه وېوړل شول

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولايت کې نږدې ۵۰۰ کيلوګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول. د فراه ولايت امنيه قوماندان فضل احمد سروري رسنيو ته وويل چې دا مواد له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېرو شپږو مياشتو کې د فراه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې نيولي ول، د دلوې مياشتې پر شپږمه نېټه وسوځول. ښاغلی سروري زیاتوي: "دا نشه‌يي مواد چې وسوځول شول، په ۱۱۴ دوسيو پورې اړه لري. په دې نشه‌يي موادو کې ۵۰۴ لیټره الکولي مشروبات او تقريباً ۵۰۰ کيلوګرامه بېلابېل نشه‌يي مواد شامل دي." د دې نشه‌يي موادو په تور ۱۱۴ تنه نيول... Читать дальше...

پولیسو په پکتیکا کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول

Pa.azadiradio.com 

په پکتيکا کې زرګونه کيلوګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول. د پکتيکا امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين ازادي راډيو ته وويل: "افغان امنیتي ځواکونو د دلوې مياشتې پر اتمه نېټه د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ په درېيو کليو کې پنځه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې اووه زره کيلوګرامه چرس ترلاسه شول." دا چرس تر معاينې او کتلو وروسته ځای پر ځای وسوځول شول او د دې موادو د تولید او زېرمه کولو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

دوه اړخیزې همکارۍ او داعش د غني او مک‌کنزي د بحث موضوع وه

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر او د امریکا یوه لوړپوړي نظامي چارواکي له افغانستان سره د امریکا د دوامداره ژمنو، په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې. ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک‌کنزي نن تر غرمې مخکې په ارګ کې سره ولیدل. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال مک‌کنزي له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې په ځانګړې توګه د داعش په ځپلو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې یادې کړي. په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني... Читать дальше...

زمری پیکان چېرې دی؟

Pa.azadiradio.com 

د پولیسو او لويې څارنوالۍ له‌خوا نړیوالو پولیسو ته یو لیک استول شوی او نړیوالو پولیسو له ارزونو وروسته موندلې چې د پولیسو د امن او عامه نظم پخوانی قوماندان زمری پیکان په وروستیو میاشتو کې، د افغانستان له رسمي بندرونو بهر نه‌دی وتلی.

دفاع وزارت: په هلمند کې ۷ طالب جنګیالي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د اوو سخت دريځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په نهر سراج ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې درې وسله‌وال طالبان او په واشېر ولسوالۍ کې په یوه بله هوايي حمله کې دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د خبرپاڼې پر اساس، دوه نور طالبان په نادعلي ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي. په افغانستان کې په جګړه بوخت لوري ادعا کوي چې یو بل ته‌یې تلفات اړولي دي. Читать дальше...

د اوکراین له ولسمشر سره د مایک پامپیو لیدنه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او لوړپوړو اوکرایني چارواکو سره په کیف کې ولیدل. واشنګټن له اوکراین سره ملاتړ څرګندوي چې په دونڅک او لوهانسک سیمو کې د روسیې په ملاتړ له ځواکونو سره لاس او ګرېوان دی. پامپيو پرون پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل، له کیف څخه د امریکا ملاتړ پر خپل حال دی او زه به پر دې خبره ټينګار کوم چې د اوکراین له حکومتي مشرانو سره پر دې موضوع خبرې وکړم چې څه ډول خپله ستراتېژیکه ملګرتیا زیاتولای شو او د یوه ازاد اوکراین او ډیموکراتيک دولت تضمین وکړای شو. Читать дальше...

Новости России
Москва

Анна Данилова дала старт Всероссийской акции "Синий платочек Победы" 2024 на станции метро Курская


'له چينه دې زموږ زده کوونکي را وايستل شي'

Mashaalradio.com 

د چين په ووهان ښار کې د بند پاتې پاکستانيو زده کوونکو خپلوان د هغوی د را ايستلو غوښتنه کوي. د جنورۍ پر۳۰مه د کوهاټ په شهيدانو چوک کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال د زده کوونکو خپلوانو له حکومته غوښتنه وکړه چې زده کوونکي دې ژر تر ژره ورته را ورسوي. نور حال د ممتاز بنګش په ويډيويي راپور کې.

امریکا له افریقا خپل ټول ځواکونه نه‌باسي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، پنټاګون دا نیت نه‌لري چې له افریقا خپل ټول ځواکونه وباسي. د امریکا متحدان اندېښنه لري چې واشنګټن کېدای شي د افریقا لویه وچه له پوځي پلوه پرېږدي، خو چین او روسیه په شدت دغلته د خپل نفو‌‌ذ د زیاتولو هڅه کوي او د وسله‌والو سخت دریځو ګواښ هم پاتې دی. خو د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د پنجشنبې په ورځ وویل "موږ په بشپړه توګه له افریقا خپل ځواکونه نه‌وباسو. زه د ډېرو خلکو په اندېښنو خبر یم، خو بیا هم وایم چې تر اوسه هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې، دا یوه پروسه ده." اسپر په... Читать дальше...

د امریکا او مکسیکو ترمنځ دېوال یوه برخه غورځېدلې

Pa.azadiradio.com 

له مکسیکو سره د امریکا په پوله د جوړ شوي دېوال یوه برخه د سخت باد له کبله غورځېدلې ده. چارواکو ویلي دېوال د مکسیکو خواته د ګڼې ګوڼې په یوې کوڅې ورغورځېدلی دی. د امریکا پر پوله د ګزمې د د ادارې ویاند کارلوس پیټونس د پنجشنبې په ورځ وویل، د دېوال دا برخه د کلیفورنیا د کالکسیکو او د مکسیکو د مکسيکالي ترمنځ د اوښتو را اوښتو د لارې څخه څلور کیلومتر ختیځ خوا ته نړېدلې ده او څوک په‌کې ژوبل شوي نه‌دي. د امریکا پر جنوبي پوله د نهو مترو په لوړوالي د دې دېوال کار په داسې حال کې چټک شوی چې د امریکا حکومت... Читать дальше...

د بریتانیا صدراعظم: له اروپايي ټولنې وتل د 'نوي عصر' پیل دی

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا برګزېټ په ورځ د خپل هېواد لپاره د "نوي عصر د پیل" اعلان وکړي، خو نوموړي ویلي دا کار به په درنښت وکړي ځکه له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر سر خلکو کې د پام وړ غصه لا هم پاتې ده. جانسون پلان لري چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتل چې د اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلی و په خپل استوګنځای کې له خپل ټیم سره ولمانځي، خو نوموړی به په دې اړه په هغو اضافي جوړو شویو غونډو کې چې د برګزېټ پلویانو لندن کې پلان کړي له ګډون ډډه وکړي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублёв стал победителем «Мастерса» в Мадриде






Ряд улиц в центре Москвы перекроют в связи с инаугурацией президента

В Воронеже умер актер и бывший музыкант группы «Крематорий» Вячеслав Бухаров

Вильфанд: На инаугурацию президента в Москве сильно похолодает

Критик Бабичев допустил, что в России может вскоре появится преемница Пугачевой