Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 26.01.2020

له اداکار سجاد تورو سره مرکه

Mashaalradio.com 

سجاد تورو پر ۱۹۹۵ز کال د پښتو له "جانان" ډرامې څخه اداکاري پیل کړه. دی وايي، تر هغې وروسته یې په یو شمېر نورو ډرامو او ځینو فلمونو کې هم کار وکړ خو مالي ستونزې یې دومره زیاتې وې چې خپل کور یې هم خرڅ کړ. دی د پیسو ګټلو په تکل سعودي عرب ته ولاړ، درې کاله یې تېر کړل خو اوس خیبر پښتونخوا ته ستون شوی. نور په ویډیو کې وګورئ.

په شهباز ګړه کې د مشکڼو د سینګارتوکو دوکانونه

Mashaalradio.com 

عزیزالله خان د مردان په شهباز ګړه کې بونېر ته پر تلونکي سړک دوکان لري چې پکې پېوي جوړوي. دی وايي، اوس ښځې پېوی یا برچک نه استعمالوي خو ډرېوران یې په ګاډو کې ځړوي. دی وايي، د خلیج عربي هېوادونو ته هم د لاس جوړ شیان استوي. نور په ویډیو کې.

د کندز د زعفران په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت بزګران په دغه ولایت کې د زعفرانو له حاصلاتو خوښي څرګندوی او دغه راز دغه نبات یو ښه اقتصادی سرچينه بولي. د کندز کروندګر وايي، چې د تېرکال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دوی خوښ دي او وايي، زعفران د بزګرانو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت رول لوبولای شي. د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یوتن بزګر الله بیردي په دې اړه وویل: "له یوکال راهیسې ما د زعفرانو کښت ته مخه کړي ده او په روان کال کې مې له نیم جریب ځمکې څخه څه باندې ۱۸۰ کلیوګرامه خالص... Читать дальше...



د هسپانیا فوټبال لوبو پر سر کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالو فوټبال لوبو پر سر کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی. د کاپیسا ولایت پولیس ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د بارسلونا او النسیا ترمنځ د لوبې د پایلې له معلومېدو سره سم حشمت الله له خپل ورور امین اغا سره لفظي شخړه کړې او امین اغا یې په چاقو وهلی دی. د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش په وینا ټپي د علي بابا کلي روغتون کې ساه ورکړې ده. شورش وايي، دغه پېښه د دې ولایت د دویمې حصې په کاریزي سیمه کې پېښه شوې او قاتل له سیمه تښتېدلی دی. هغه زیاتوي، پولیس د قاتل د نیولو په لټه کې دي.

نن ماډرید او د لګانیس فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مې اونۍ په لوبو کي نن ریال اتلیتکو ماډرید او د لګانیس فوټبال لوبډلې سره لوبږي. دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي اتلاتیکو کي سبا ماپښین ترسره کېږي. د یاد لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا او ریال ماډریډ ۴۳ ـ ۴۳ نمرې لري، چي بارسلونا لومړی او ریال ماډریډ بیا دوهم ځای خپل کړی. په جدول درېیم ځای بیا د اتلاتیک ماډریډ لوبډلې دی چې ۳۵ امتیازونه لري.

د هرات اټک انرژي لوبډله د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

د هرات اټک انرژي لوبډلې د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لوبډلې د څوارلسمې اونۍ په لوبو کې د ۳۸ امتیازونو په ګټلو ځان د اتلولۍ مقام ته ورساوه. نوموړي وویل، چې اټک انرژي په ټوله کې ۱۴ لوبې کړي چې ۱۲ لوبې يې ګټلې او ۲ نورې یې مساوي کړي دي.

هرات کې د سیرمو فابریکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په هرات ولایت کې د سیرمو فابریکه جوړه شوه. مسولین وایي، د دغې کارخانې په جوړېدو سره به هرات ولایت ته ۲۰ سلنه د سیرمو او تزریقي موادو د واردلو مخه ونیول شي. په دې اړه له هرات ولایته شاپور صابر راپور لري چې لیمه هادي یې وړاندې کوي:

Новости России
Москва

Экзаменационный центр «Воронеж-НК» на базе Воронежского ТРЗ Желдорреммаш сертифицирует до 200 дефектоскопистов ежегодно.


میدان وردګ کې د چرګانو ۵۰۰۰ فارمونه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په هدف سږکال د دغه ولایت په کچه ۵ زره د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي. د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو فارمونو ۶۰ سلنه پیسې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه یې د پانګه والو له لوري ورکول کېږي. ښاغلی تسل وايي، دغه فارمونه به د کورنیو او په ځانګړي ډول د مېرمنو په اقتصاد کې د پام وړ رول ولوبوي.

پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي هڅه کوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د روغتیا وزیرمملکت ډاکټر ظفر مرزا د جنورۍ پر ۲۵مه، د اسلام اباد پر هوايي ډګر له چینه د ورغلو مساپرو د سکریننګ یا صحي پلټنې لیدنه وکړه.

د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د هرات د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر نن (شنبه) سهار د دې ولسوالۍ په بازار کې وواژه. د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي. هغه زیاتوي: "نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د ارشاد، حج او اوقاف مدیر د ولسوالۍ په مرکز کې هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري وویشتل شو چې کار ته روان و." تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي باور لري چې دا ډول بریدونه وسله وال طالبان کوي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере






РСХБ: более четверти россиян заказывают в ресторанах блюда, приготовленные из фермерских продуктов

Подавший сигнал тревоги самолет Москва – Оренбург сел в Шереметьево

Подавший сигнал бедствия самолет Москва — Оренбург исчез с Flightradar 24

Медицинский эксперт Каневская оценила возможность укрепить иммунитет с помощью питания