Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 27.01.2020

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې منظور پشتین دې ژر تر ژره راخوشی کړي. فلسطینیانو په غزه کې د امریکا د سولې د پلان پر ضد لاریون وکړ. د باسکټبال د ستوري کوبې براینت مینه وال د ده پر مړینه خواشیني دي.

په نوښار کې د کرکټ کلنۍ اتلولي پای ته ورسېده

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر ۲۶مه د نوښار په ماڼکي شریف کې د حج محمد شهید کرکټ اتلولۍ پایلوبه وشوه چې د ماڼکي شریف لوبډلې وګټله. په دې ټورنامېنټ کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې. د پایلوبې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

هغه کس چې، ډاکتري یې د خدمت وسیله ګرځولې نه د پیسو ګټلو

Pa.azadiradio.com 

داکټر فضل هادي هادي چې له تېرو څلویښتو کلونو راهیسې د کابل په قلعه نجارها سیمه کې د ناروغانو په درملنه بوخت دی وایي، خلک یې ورته ګران دي نو ځکه له پیسو ورته د دوی روغتیا مهمه ده. هیلۍ اسد یې پر ژوند او کار دا رپوټ جوړ کړی دی:

د پخوانیو پاروونکو بېلبوردونو پر ځای نوي بېلبوردونه

Pa.azadiradio.com 

دا کار د هرات ولایت د حج او اوقافو ریاست د ګازرګاه جامع جومات خطیب مجیب الرحمان انصاري سره په همغږۍ کړی دی. په هرات ولایت کې د ښځو د حقونو فعالین د هرات ولایت د حج او اوقافو وزارت دا اقدام ستايي. شاهپور صابر له هرات ولایت پرې راپور لري چې لېمه هادي یې وړاندې کوي:



۱۰میلیونه افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقېږي

Pa.azadiradio.com 

نن ( دوشنبه) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ. د عامې روغتیا وزارت د پولیو ضد کمپاین د پروګرام مسول هدایت الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به نږدې لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي. هغه زیاته کړه: "د دې کمپاین په ترڅ کې به نږدې لس میلیونو ماشومانو ته واکسین وشي خو له بده مرغه د دولت ضد وسله والو له لوري د هغو بندیزونو له امله چې د پولیو ضد کمپاین باندې لګول شوي او امنیتي ستونزو له کبله... Читать дальше...

پي ټي اېم ته هم جرګې ته رابولو: اېمل ولي خان

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر اېمل ولي خان ویلي، د پښتنو ستونزو هواري په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون د سیمې له هر ګوند او ډلې سره جرګې ته تیار دی. نوموړي د جنورۍ پر ۲۶مه د ملاکنډ په بټخېله کې د باچا خان اوونۍ په مناسبت جلسې ته وینا وکړه چې ورته د سیمې ګڼ خلک او د ګوند ملاتړي ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.

د هند کرکټ لوبډلې ته د پاکستان کرکټ بورډ خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کرکټ بورډ مرستيال وسيم خان وايي، که هندۍ لوبډله د اسيا کپ پر مهال په پاکستان کې لوبو ته زړه ښه نه‌کړي، نو د دوی لوبډله به هم د ۲۰۲۱ میلادي کال ۲۰ اوريز نړيوالو لوبو لپاره هندوستان ته ولاړه نه‌شي. وسيم خان نن په لاهور کې خبريالانو ته وويل، پاکستان چمتو دی چې په ډاډمنه فضا کې نړيوال کرکټ ترسره کړي. په همدې حال کې بیا د افغانستان کرکټ بورډ وايي، که چېرې د کرکټ اسیايي شورا پرېکړه وکړي چې دغه کپ په پاکستان کې ترسره شي، نو افغان لوبډله به په دغو سیالیو یې کې ګډون وکړي. د هندوستان کرکټ... Читать дальше...

د افغانستان د ښځینه فوټسال لوبډلې له ازبکستان ماتې خوړلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځینه فوټسال ۱۹ کلنو لوبډلې د منځنۍ اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه لوبډلو په سیالیو کې، خپله درېیمه لوبه هم ازبکستان ته وبایله. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، افغانستان دغه لوبه ۳ د صفر په وړاندې وبایلله. افغانستان تر دې وړاندې له ایران او قرغزستان څخه هم ماتې خوړلي. افغان لوبډله سبا خپله څلورمه لوبه له تاجکستان سره کوي.

کابل د نجونو والیبال سیالۍ پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د نجونو د والیبال انتخابي سیالۍ پیل شوې. د دغه ولایت د بدني روزنې ریاست مسلکي او فني مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د دې ولایت منتخب ټیم ته د غوره لوبغاړو د پېژندلو په هدف ترسره کېږي. یادې سيالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي. د ښاغلي ضیا په خبره، په دغو سیالیو کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې سیالي کوي.

د امریکا ولسمشر او پخواني ملي امنیت سلاکار ترمنځ نوې لانجه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتون ادعا کړې چې ډونالد ټرمپ اوکراین ته د خپل سیاسي سیال په اړه د څېړنو نه‌کولو په غبرګون کې د مرستو د کنګلېدو ویلي دي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ښاغلي بولتون دغه تور په خپل هغه کتاب کې لیکلی چې لا چاپ شوی نه‌دی. په دې کتاب کې ښاغلي بولتون ادعا کړې چې ډونالد ټرمپ ورته ویلي، له اوکراین سره هغه سلګونه میلیونه ډالره امنیتي مرسته به وځنډوي تر هغو چې څېړنو کې ورسره مرسته ونه‌کړي. په دې څېړنو کې د ټرمپ د پخواني مرستیال جوبایډن او د هغه د زوی په اړه تحقیقات هم شامل و. Читать дальше...

د ملکي هوايي چلند ریاست: هېڅ یوه کورنۍ او بهرنۍ ملکي الوتکه نه‌ده نسکوره شوې

Pa.azadiradio.com 

که څه هم وړاندې له دې د غزني سیمه‌ییزو چارواکو د لومړنیو معلوماتو پر اساس ویلي و چې ​د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې د اریانا هوايي شرکت یوه الوتکه لوېدلې ده، خو د اریانا هوايي شرکت د دغه شرکت د الوتکې لوېدل ردوي.

کندز کې د جوګي قوم ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابرېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، کندز ښار کې به د جوګي قوم لسګونه ماشومانو ته د لومړي ځل لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کندز ښار کې ۶۲ جوګي کورنۍ اوسي چې شااوخوا ۱۰۰ ماشومان‌یې ښوونځیو ته له تګه بې‌برخې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټولو ولایتونو کې د دغه قوم د ماشومانو د پېژندلو سروې پیل شوې چې ښوونځیو ته د تګ لارې چارې ورته ولټول شي. درې میاشتې وړاندې ازادي راډیو د دغه قوم د ستونزو په اړه یو راپور جوړ کړ چې هغه مهال پوهنې وزارت له خپله اړخه د دوی د ستونزو د هواري ډاډ ورکړ. Читать дальше...

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر 'منظور پشتین' خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د ژر تر ژره او بې‌قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان ویلي، منظور پشتین د بیان ازادۍ له حقه دفاع کوله او بې‌موجبه نیول شوی دی. منظور پشتین تېره شپه په پېښور کې له یوه کوره پولیسو نیولی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ په سلیقوي چلند تورن کړی او ویلي دي چې دغه پوځ ځیني کسان نیسي، خو د هغو ډلو ملاتړ کوي چې افغانستان کې جنګېږي. پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځله‌یې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد پراخ اعتراضونه رهبري کړي دي. Читать дальше...

پاکستان د افغان بار وړونکو موټرو پر مخ د واګې بندر تړلی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان په یو نوي اقدام سره د افغان بار وړونکو موټرو پر مخ د واګې بندر تړلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، له تېرو درېیو ورځو راهیسې په ډېر شمېر سره موټر راګرځول شوي دي. ښاغلی نوید وايي، دغه بار وړونکي موټر د پاکستان واګې بندر له لارې ټرانزیت کېدل چې له هغه وروسته بیا هند ته تلل. هغه زیاتوي: "بار وړونکي موټر اړ شوي چې کارونه ودروي، دا مهال د مېوو د صادراتو فصل و چې باید ډېر صادرات شوي وی، خو د دې لپاره چې ډېری موټر له پاکستان څخه بېرته راګرځول... Читать дальше...

Новости России
Москва

Москву и Санкт-Петербург назвали лучшими городами для подработки


پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر 'منظور پشتین' نیولی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نیولی دی. د هغه د کورنۍ غړو ویلي چې نوموړی تېره شپه په پېښور کې په خپل کور کې و چې پولیسو پرې چاپه ووهله. پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځله‌یې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد د پراخو اعتراضونو مشري کړې ده. له دې وړاندې افغان حکومت او امریکا هم د پاکستان په نظام نیوکې کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنی ځایي حرکت دی چې د پاکستان په حکومت تندې نیوکې کوي.

غزني کې د موسمي ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې زیاتوالی

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د موسمي ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. حلیمه چې شااوخوا یو کلن ماشوم‌یې د غزني د ملکي روغتون په ودانۍ کې دننه د ماشومانو په واټ ته راوړی، وویل: "زه ډاکتر ته راغلې یمه، دغه نجلۍ مې ناروغه ده، ټول ماشومان مو ناروغان دي، یوه نیمه میاشت کېږي یو لېورزی مې د سینه بغل له وجې مړ شو، کوچنیان مو ټول مریضان دي." د غزني د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالنصیر رامکي هم وايي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د ماشومانو په موسمي ناروغیو کې زیاتوالی راغلی دي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде






Инаугурация Путина: Приглашены все друзья и недруги - Ушаков

Пашинян и Алиев не приедут на «инаугурацию» Путина

Россия предложила проект резолюции о прекращении гонки вооружений в космосе

Подмосковье поможет восстановить дома в Советском районе Макеевки