Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

اوکراین د اسټرالیا د اور وژنې عملیاتو سره د مرستې چمتووالی وښود

0
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف وايي، چمتو دی چې په اسټرالیا کې د ځنګلي بوټو د اور وژنې له عملیاتو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ مرستندویان هغه هېواد ته واستوي.


په اسټرالیا کې د ځنګلي بوټو اور تر اوسه ۶۰ زره کیلومټره مربع چې د بلجیم د خاورې دوه برابره ساحه ده ویجاړه کړې ده.


دې اور ۲۴ کسان وژلي او څه باندې یونیم زر کورونه‌یې ویجاړ کړي دي.


ښاغلي اواکوف پرون د جنوري په شپږمه پر فېس‌بوک په یوه پیغام کې لیکلي چې اوکرایني اور وژونکي چمتو دي اسټرالیا ته واستول شي او کیف یوازې د اسټرالیا پرېکړې ته سترګې په لاره دی.


له دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي و چې کیف له اسټرالیا سره مرستې ته چمتو دی، خو په بیان کې نه‌و ویل شوي چې څه ډول مرسته.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса