Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

تاجکستان د اخوان المسلمین د غړیتوب په شک ۲۷ کسان نیولي

0
تاجکستان پولیسو ویلي، ۲۷ کسان یې د اخوان المسلمین په ډله کې د فعالیت په شک چې په دې هېواد کې پرې بندیز لګیدلی دی، نیولي دي.


په تاجکستان په پلازمینې دوشنبه کې د پولیسو سرچینو ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا کسان تیره اوونۍ په پلازمېنې او د سغد او ختلان په ښارونو کې نیول شوي چې په کې محصلین، ملایان او سیمه ییز چارواکي شامل دي.


د تاجکستان پولیسو ویلي، تر اوسه په نیول شویو کسانو رسمي تورونه نه دي پورې شوي، ولې څیړنې دوام لري.  د پولیسو په وینا له مشکوکو کسانو څخه د تحقیقاتو په پایله کې ښايي نور کسان هم ونیول شي.


د نیول شوي کسانو څخه د څو تنو د کورنیو غړیو ازادي راډیو ته ویلي چې د تیرې اوونۍ په پای کې یې کورونه تالاشي شوي دي.


اخوان المسلمین د سني مسلمانانو یو سیاسي سازمان دی چې په ۱۹۲۸میلادي کال کې په په مصر کې د اسلامي علومو د یو څېړونکي حسن البنا له خوا رامنځ ته شوی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса