Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

کندز کې خلکو د وسله والو غلاوو او ځورونو ډېرېدو له امله مظاهره وکړه

0
د کندز لسګونو استوګنو نن ددغه ولایت په مرکز کې د وسلوالو غلاوو او جنايي جرمونو پر زیاتیدو د اعتراض په توګه مظاهره وکړه.


اعتراض کوونکو ویل، له څو کلونو راهېسې په دې ولایت کې د طالبانو د امنیتي ګواښونو سربېره د جنایتکارو ډلو له خوا له وسلوالو غلاوو، هدفي وژنو، باج اخیستې او ځورونو سره مخ دي.


د عبدالغفور په نوم یوه اعتراض کوونکي ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې کندز ښار کې وسلوالې غلاوې او هدفي وژنې اوج ته رسېدلي او امنیتي ځواکونه یې مخنیوي کې پاتي راغلي دي.


ونه توانیدو چې پر دې اعتراض د کندز ولایتي چارواکي د تبصرې لپاره ومومو.


کندز استوګنو تر دې مخکې هم دغلته د زیاتېدونکو جنايي  جرمونو پر ضد اعتراضونه کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса