Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

پاکستان د افغانستان په صادراتي مالونو نوي بندیزونه ولګول

0
پاکستان د افغانستان په صادراتي مالونو نوي بندیزونه لګولي دي.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې وروسته د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو ټول تېرېدونکي مالونه باید په کانټینرو کې وي او بار وړونکي موټر باید "لټونکې وسیله" ولري.


هغه زیاته کړه: "د دې مسئلې په اړه باید مذاکره وشي او افغان لوری باید خپلې طرحې او وړاندیزونه مطرح کړي څو ورته د حل لاره پیدا شي او که چېرې یو اړخ دا بندیزونه لګوي دا به د افغان سوداګرو لپاره ستونزې رامنځته کړي."


ښاغلی نوید وايي، که چېرې د افغان سوداګرو په کاروبار کې خنډونه رامنځته شي پاکستان هم له اقتصادي اړخه زیان کوي او په وینا یې دا ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي.


افغان سوداګرو تر دې وړاندې هم شکایت کاوه چې د تورخم له لارې د مالونو په لېږد کې ستونزو سره مخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса