Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

'ننګرهار او هلمند کې د ۲ پاکستانیانو په ګډون ۱۱ وسله‌وال وژلي'

0
د افغانستان د ملي امنیت عمومی ریاست وایي چې په ننګرهار او هلمند کې د دوی ځانګړو ځواکونو د دوو پاکستاني وسله‌والو په شمول ۱۱ وسله‌وال مخالفین وژلي دي.


دا خبره یاد ریاست پرون ماښام په یوه اعلامیه کې کړې ده.


د اعلامیې له مخې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د مولوي مجیب‌الله په نوم په یوې اډې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د دوو پاکستاني ترهګرو په شمول ۶ کسه وژل شوي او شپږ نور یې ژوندي نیول شوي.


د ملي امنیت عمومي ریاست همدراز ویلي چې په ننګرهار کې هم د خوګیاڼیو ولسوالۍ په زنګور کلي کې د طالبانو په یوې اډې د دوی خاصې قطعې بریدونه کړي او د یوه سرګروپ په شمول‌یې د طالبانو ۵ وسله‌وال وژلي دي.


په بیان کې نه‌دي راغلي چې ایا افغان پوځیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې که څنګه.


طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса