Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

افغان سوله په اسلام‌اباد کې د الېس ولز د بحث موضوع ده

0
د جَنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا سرپرست مرستيال وزيره الېس ولز بېګا یکشنبه د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ورسېده.


په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ویلي چې اغلې ولز به له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د امریکا-پاکستان د مخ پر وده اړیکو د اړوندو مسایلو په پرمختګ بحث وکړي.


تمه کېږي اغلې ولز له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسه هم یاده کړي.


هغه تېره اوونۍ هم په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې پروسه او د سیمې په با ثباته کولو غږېدلې وه.


د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د پاکستان د نه‌همکارۍ تور چې امریکایانو لګولی و د دې لامل شوی و چې امریکا ډېرې مرستې پر پاکستان ودروي او ورسره دوه اړخیزه سوداګري هم اغېزمنه شي.


اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې پاکستان ته د الېس ولز د تازه سفر په درشل کې ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د زیات تجارت امکان شته، خو دا ټول د افغانستان د ثبات په پروسه کې په ګډو هڅو او د هغو ترورېستي ډلو پر ضد د پاکستان د کوټلو ګامونو په پورته کولو تړلې چې د پاکستان له خاورې سیمه ناکراره کوي.


پاکستان بیا وايي چې د افغان سولې لپاره‌یې د اسانچارۍ رول ښه ترسره کړی او د ترهګرو د له‌منځه وړلو لپاره‌یې څو واره په خپله خاوره کې عملیات ترسره کړي.


الېس ولز سریلانکا، هند او پاکستان ته ۱۰ ورځنی سفر د جنورۍ له ۱۳مې پیل کړی او دا دی له سریلانکا او هند وروسته درې ورځې په پاکستان کې تېروي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса