Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

ایران ته په جاسوسۍ تورن افغان جرمني کې محکمې ته حاضر شو

0
یو افغان ترجمان چې د جرمني له پوځ سره‌یې کار کاوه، پرون ایران ته د جاسوسۍ په تور د جرمني په یوه محکمه کې حاضر شو.


"عبدال س"  چې ۵۱ کاله عمر لري، د دوشنبې په ورځ د خیانت او د دولتي اسرارو څخه د سرغړاوي په ۱۸ مواردو تورن شو.


دا کس د ۲۰۱۹ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې له خپلې ۴۰ کلنې مېرمنې "اسیه س" سره یوځای نیول شوی وو.


"عبدال س" تورن دی چې د ۶۰ زرو یورو په بدل کې یې د چاودېدنکو موادو په شمول، د جرمني د پوځ اسرار د ایران له استخباراتو سره شریک کړي دي.


که نوموړی مجرم وبلل شي، په ۱۵ کاله زندان محکومېږي. د "عبدال س" پر مېرمن که جرم ثابت شي، ښايي د ۱۱ کلونو په مخه زندان ته واستول شي.


تر اوسه پورې دې ښځې او خاوند د هغو تورونو په اړه چې پرې لګېدلي څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса