Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

ولسمشر غني کابل کې د یوې کورنۍ د وژونکو د پیدا کولو امر کړی

0
ولسمشر محمد اشرف غني، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته امر کړی چې کابل کې د وژل شویو درېیو ماشومانو او یوې مور د قتل عاملان پیدا کړي.


دا څلور تنه د یکشنبې په شپه  ناوخته د جنګلک په سیمه کې ناڅرګندو کسانو د تېشې په ګوزارونو وژلي دي.


د ارګ د یوې خبرپاڼې په بنسټ ولسمشر غني پرون دوشنبه ماښام وویل چې د دې پېښې عاملان باید عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.


ښاغلي غني ویرجنې کورنۍ ته د بېړنیو مرستو د رسولو امر هم کړی. د دې څلورو تنو مړي چې په‌کې دوه واړه هلکان، یوه ماشومه نجلۍ او مور یې شامل وو، د دوشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شول.


تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه‌دي نیول شوي، خو کابل ښار په وروستیو کې د زیاتو جنايي پېښو شاهد دی او تر دې مخکې ډېر کله د داسې پېښو عاملان یا نه‌دي نیول شوي او یا د محکمو له‌خوا خوشې شوي دي.


پولیس وايي، د وروستۍ پېښې د عاملانو لټون‌یې پیل کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса