Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

د بشري حقونو کمېسیون: شینډنډ کې د ناټو برید ۱۵ ملکیان وژلي وو

0
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو په هوايي حمله کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي ول چې درې کوچنیان او درې ښځې هم په‌کې وو.


حمله د جنورۍ په اتمه، د شینډنډ ولسوالۍ په پایکش سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه پناه ځاي شوې وه.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په افغانستان کې پر حکومت او بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو مصونیت ته پام وکړي.


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.


په هرات کې سیمه‌ییزو چارواکو دوه اوونۍ وړاندې تأیید کړې وه چې په شینډنډ کې د بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې د وسله‌والو طالبانو یو مشر ننګیالی وژل شوی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса