Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

تهران کې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو په اړه تازه جزئیات

0
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې تأیید کړه چې د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې الوتکه چې د جنورۍ په ۸مه نېټه له تهرانه تر پرواز لنډ وخت وروسته راوغورځېده، په دوو مزائیلو ویشتل شوې وه.


د ایران دې ادارې د پېښې په اړه په دوهم ابتدايي راپور کې ویلي چې لا هم د پېښې په اړه څېړنې کوي.


د اوکراین د نړیوالې هوایې کرښې په الوتکه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول.


د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې په خپل راپور کې ویلي چې الوتکې ته دوه "تور ام ون" مزائیل ورویشتل شوي وو.


دا د لنډ واټن ویشتلو مزائيل دي چې په پخواني شوروي اتحاد کې به جوړېدل.


دا مزائیل په اساسي ډول د الوتکو او کروز مزائیلو د په نښه کولو لپاره جوړ شوي دي.


د ایران تر راپور مخکې، نیویارک ټایمز په یوه راپور کې چې وېډیو هم ورسره خپره شوې وه، ویلي و چې الوتکې ته دوه مزائيل ورویشتل شوي وو.


کاناډا او اوکراین چې په الوتکه کې یې وګړي وژل شوي وو، د ایران له حکومته غوښتنه کړې وه چې د الوتکې د پرواز د ثبت ماشینونه "بلک باکس" او د غږ د ثبت وسایل د څېړنې لپاره بهرنیو کارپوهانو ته وسپاري.


افغانستان، اوکراین، بریتانیا، کاناډا او سویډن چې اتباع‌یې په پېښه کې ووژل شول، په یوه ګډ بیان کې په دې اړه د خپلواکو او بې‌پرې څېړنو غوښتنه کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса