Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

قطر کې طالب مرکچي پلاوي له خلیل‌زاد او سکاټ مېلر سره لیدلي

0
طالب مرکچیانو قطر کې له ډاکتر زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قوماندان سکاټ مېلر سره لیدلي دي.


د طالبانو یو ویاند وايي د دې ډلې مرکچیانو تېر ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په کتنه کې د سولې د موافقې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، شېر محمد عباس ستانکزی او مولوی امیر خان متقي شامل و.


بیان زیاتوي چې دا خبرې به نن سه شنبې هم دوام وکړي.


د خلیل‌زاد دفتر او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


شاهین د شنبې په ورځ پاکستانۍ ورځپاڼې ډان ته ویلي و، طالبان هیله‌من دي چې له امریکا سره موافقه به د روانې جنوري میاشتې تر پایه لاسلیک شي.


افغان حکومت له موافقې مخکې پر اوربند ټینګار کوي او وايي دایمي سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره اوربند ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса