Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

غزني کې د موسمي ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې زیاتوالی

0
په غزني کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د موسمي ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.


حلیمه چې شااوخوا یو کلن ماشوم‌یې د غزني د ملکي روغتون په ودانۍ کې دننه د ماشومانو په واټ ته راوړی، وویل: "زه ډاکتر ته راغلې یمه، دغه نجلۍ مې ناروغه ده، ټول ماشومان مو ناروغان دي، یوه نیمه میاشت کېږي یو لېورزی مې د سینه بغل له وجې مړ شو، کوچنیان مو ټول مریضان دي."


د غزني د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالنصیر رامکي هم وايي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د ماشومانو په موسمي ناروغیو کې زیاتوالی راغلی دي.


نوموړی زیاتوي: "دا کال د یخنۍ په خاطر موسمي ناروغۍ لکه سینه بغل او زکام په واقعیت سره هم ډېر دی، موږ ورته په روغتون کې تیاری درلود، د کوچنیانو واټ ۲۴ ساعته د ماشومانو په خدمت کې دی، ډېر ناروغان چې دلته روغتون ته راغلي دي، په ښه توګه‌یې درملنه شوې ده، هغه ناروغان چې له دې روغتونه پورته‌یې درملنې ته اړتیا وه موږ د امبولانسونو په ذریعه د کابل ملي روغتونونو ته استولي دي."


ډاکتر رامکي وايي، میندې باید خپلو ماشومانو ته د یخنۍ په موسم کې ګرم کالي ورواغوندي او ګرم کورني خواړه ورته تیار کړي.


د ده په خبره په دغه خوړو کې یخني، ښوروا، شیربرنج، ترکاریانې، دال، شور نخود او سابه ښه، ګټور او اقتصادي تمامېدای شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса