Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

د هند کرکټ لوبډلې ته د پاکستان کرکټ بورډ خبرداری

0
د پاکستان د کرکټ بورډ مرستيال وسيم خان وايي، که هندۍ لوبډله د اسيا کپ پر مهال په پاکستان کې لوبو ته زړه ښه نه‌کړي، نو د دوی لوبډله به هم د ۲۰۲۱ میلادي کال ۲۰ اوريز نړيوالو لوبو لپاره هندوستان ته ولاړه نه‌شي.


وسيم خان نن په لاهور کې خبريالانو ته وويل، پاکستان چمتو دی چې په ډاډمنه فضا کې نړيوال کرکټ ترسره کړي.


په همدې حال کې بیا د افغانستان کرکټ بورډ وايي، که چېرې د کرکټ اسیايي شورا پرېکړه وکړي چې دغه کپ په پاکستان کې ترسره شي، نو افغان لوبډله به په دغو سیالیو یې کې ګډون وکړي.


د هندوستان کرکټ بورډ لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي، خو د دواړو هېوادونو د سياسي او ډيپلوماتيکو اړيکو د ترینګلتیا له کبله هند او پاکستان يوازې په ليګونو او ټورنمنټونو کې سره مخ کېږي.


هندۍ لوبډله تر ۲۰۰۸ میلادي کال وروسته د ټسټ لوبو لپاره پاکستان ته نه‌ده تللې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса