Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

کندز کې د جوګي قوم ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابرېږي

0
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، کندز ښار کې به د جوګي قوم لسګونه ماشومانو ته د لومړي ځل لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي.


دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کندز ښار کې ۶۲ جوګي کورنۍ اوسي چې شااوخوا ۱۰۰ ماشومان‌یې ښوونځیو ته له تګه بې‌برخې دي.


په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټولو ولایتونو کې د دغه قوم د ماشومانو د پېژندلو سروې پیل شوې چې ښوونځیو ته د تګ لارې چارې ورته ولټول شي.


درې میاشتې وړاندې ازادي راډیو د دغه قوم د ستونزو په اړه یو راپور جوړ کړ چې هغه مهال پوهنې وزارت له خپله اړخه د دوی د ستونزو د هواري ډاډ ورکړ.


جوګیان څه باندې ۱۰۰ کاله وړاندې د منځنۍ اسیا له هېوادونو افغانستان ته راغلل چې دا مهال په ټول افغانستان کې د دوی شااوخوا ۲۰ زره کورنۍ مېشتې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса