Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2020

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر 'منظور پشتین' خوشې کړي

0
د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د ژر تر ژره او بې‌قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


دغه سازمان ویلي، منظور پشتین د بیان ازادۍ له حقه دفاع کوله او بې‌موجبه نیول شوی دی.


منظور پشتین تېره شپه په پېښور کې له یوه کوره پولیسو نیولی دی.


د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ په سلیقوي چلند تورن کړی او ویلي دي چې دغه پوځ ځیني کسان نیسي، خو د هغو ډلو ملاتړ کوي چې افغانستان کې جنګېږي.


پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځله‌یې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد پراخ اعتراضونه رهبري کړي دي.


له دې وړاندې افغان حکومت او امریکا هم د پاکستان په حکومت نیوکې کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنی ځایي حرکت دی چې د پاکستان په حکومت تندې نیوکې کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса