Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۱۵۰۰ ته لوړ شو

0
په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۱۵۰۰ ته لوړ شو.


د روغتیا نړیوال سازمان نن د مارچ په ۲۱مه، خبرداری ورکړ چې ځوانان باید له دې خطره ځان خوندي ونه‌ګڼي.


د کرونا ویروس وبا په ټوله نړۍ کې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.


د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅو د ملیونونو انسانانو پر حرکت، د ښوونځیو او تجارتونو پر فعالیت او د میلیونونو وګړو پر کارونو بندیز لګولی دی.


په ډېرو هېوادونو کې کارونه د خلکو له لاسه وتلي او حتی میاشتنۍ تنخواه پر دې ډېرو خلکو بنده شوې ده.


د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم نن وویل چې د هغو کسانو ژوند له ډېر ګواښ سره مخامخ دی چې عمر یې زیات دی یا مخکې له مخکې په نورو ناروغیو اخته دي.


تدروس ادهانوم خلکو ته په پيغام کې ویلي چې پر حرکت له بندیزه سرغړونه او تګ راتګ‌یې د نورو خلکو ژوند ته ګواښ پېښولائ شي، نو له دې امله دې هڅه وکړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса