Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 19.03.2020

د کورونا وايرس په اړه ۵ مهم وضاحتونه

Mashaalradio.com 

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته رسيدلی، کورونا وایرس په اړه په خلکو کې بېلا بېلو قېصې مشهورې شوې دي. د روغتیا نړیوالې ادارې په دې کې د ځینو قیصو په اړه وضاحت خپور کړی. رویټرز خبري اژانس دغه وضاحتون په یوه ویډیو کې راټول کړي چې منورشاه پښتو ته اړولي دي.

فوزیه کوفي: بین‌الافغاني خبرو کې باید د ښځو ونډه ۴۰ سلنه وي

Pa.azadiradio.com 

د 'موج تحول افغانستان په نوم سیاسي بهیر' له افغان حکومت غواړي چې راتلونکو بین‌الافغاني خبرو کې باید د ښځو ونډه ۴۰ سلنه وي. د دې بهیر مشرې فوزیه کوفي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، مذاکراتي پلاوي کې د ښځو ۲۰ سلنه ونډه بسنه نه‌کوي، باید د ښځو فزیکي حضور زیات شي ترڅو د خپلو حقونو او ملي ارزښتونو څخه په ښه ډول دفاع وکړي. مېرمن کوفي زیاتوي: "د افغانستان حکومت اعلان کړی چې د سولې پروسه کې به ښځو ته ۲۰ سلنه ونډه ورکول کېږي، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د... Читать дальше...

هرات کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د یو لابراتوار د جوړولو خبر ورکوي. په عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه لابراتوار د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته فعال شوی او په جوړېدو سره‌یې نوره اړتیا نه‌شته چې د کرونا ویروس د مشکوکو کسانو د وینې نمونې له هغه ولایت نه کابل ته ولېږدېږي. ښاغلي عمر وویل دغه لابراتوار به له سبا څخه فعالیت پیل کړي. مخکې له دې داسې انتقادونه کېدل چې د کرونا... Читать дальше...

'ایران کې په کرونا اخته افغانانو ته روغتیايي خدمتونه نه‌رسېږي'

Pa.azadiradio.com 

له ایرانه یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي، په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو او دا چې ویل کېږي په هغه هېواد کې اخته افغانانو ته زهري ستن وهل کېږي، له دغې وېرې هېواد ته ستانه شوي دي. تفصیل د شاه‌پور صابر په راپور کې:

کورونا په بلوچستان کې کاروبار خراب کړی دی

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د کورونا وايرس مریضان تر دې دمه پنځه څلويښتو ته رسېدلي دي. د ايران او افغانستان سره پولې تړلې دي او تجارت په ټپه ولاړ دی. په مرکزي ښار کوټه کې هم د دې وايرس له وېرې کاروبار خراب شوی دی‌. صمد شبنم یې په اړه راپور لري.



ازبکستان کې په کرونا د اخته کسانو افشا کوونکي پېژندل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د ولسمشر زوی عطا بېک عمروف چې د ولسمشر د شخصي امنیتي ډلې مرستیال مشر هم دی، ویلي چې پولیسو هغه وګړي پېژندلي چې په ازبکستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو نومونه‌یې خپاره کړي وو. عمروف نن د مارچ په ۱۹مه، وویل چې پولیس اوس د دې په لټه کې دي چې د هغوی د کار حقوقي او قانوني اړخ واضح شي. د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ یوه ګډه کمېټه جوړه کړې چې پر ټولنیزو رسنیو د هغو ۳۳ اکونټونو چلوونکي معلوم کړي چې په خلکو کې د اندېښنې د زیاتولو لپاره‌یې پر انټرنټ د کرونا ویروس په اړه ناسم معلومات خپرول. Читать дальше...

په خېبر پښتونخوا کې درې کلي قرنطین شوی دي

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار، اجمل وزیر وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس ځپلو کې يوه مېرمن هم شامله ده. بلخوا د خېبر پښتونخوا د صحت سیکريټري وايي چې په پېښور، مردان او بونير کې يې څو کلي قرنطین کړي دي او په هر چا کې چې د کورونا نښې څرګندې شي، هغه به له نورو بېلوي.

کرونا په ایران کې په هرو ۱۰ دقیقو کې یو تن وژني

Pa.azadiradio.com 

د ایران د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې هېواد کې په هرو ۱۰ دقیقو کې یو وګړی د کرونا ویروس له امله مري. د دغه وزارت مرستیال علي رضا رئیسي نن د مارچ په ۱۹مه، وویل چې په ایران کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۸ زره اوښتی دی. په ایران کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه ۱۲۸۴ تنه مړه شوي دي. د ایراني چارواکو په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۱۵۰ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي، خو د ایران د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې تر ۶۰۰۰ زیات وګړي چې په کرونا ویروس اخته وو، روغ شوي دي.

د نوروز د لمانځلو په اړه د ولسمشر غني غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر له خلکو غوښتنه وکړه چې نوروز د نیالګیو په کرلو، د خپلې سیمې په پاکولو او د خیر ښېګڼې په داسې کارونو ولمانځي او لويې غونډې دې نه‌جوړوي. غني دا سپارښتنه د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره وکړه. محمد اشرف غني او د هغه مېرمن نن د مارچ په ۱۹مه، د نوروز په اړه یو ځانګړی وېډیويي پیغام خپور کړ. هغه وویل، د حمل په ټوله میاشت کې به د کرونا ویروس له امله ښوونځي تړلي وي. ولسمشر په دې پیغام کې پر سوله هم لنډې خبرې وکړې او ویې‌ویل چې واقعي سولې ته د رسېدو لپاره اصلاحات او جدیت غواړي. Читать дальше...

خامنه‌یي ۱۰ زره بندیان وبخښل

Pa.azadiradio.com 

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د نوروز په مناسبت ۱۰ زره بندیانو ته د بند پاتې موده وروبخښله. په دې کسانو کې سیاسي بندیان هم شامل دي. د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د چهارشنبې په ورځ ویلي چې هغه کسان چې د ایت‌الله علي خامنه‌یي د حکم پر اساس عفو شوي، بېرته زندانونو ته نه‌اچول کېږي. په ایران کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره تر دې وړاندې، ۸۵ زره بندیان په موقت ډول له زندانونو خوشې شوي وو. غلام حسین اسماعیلي وویل چې د ایران په زندانونو کې ۵۰ فیصده امنیتي او جنايي بندیان به هم تر نوروز وروسته عفو شي.

سبا د نوروز ورځ! نه‌لمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

سبا د حمل لومړۍ، د نوروز ورځ ده. خو په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به په افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د نوروز مراسم نه‌وي. د افغانستان حکومت مکرراً له خلکو غوښتنه کوي چې له  مېلو او د لویو غونډو له جوړولو دې ډډه وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما ویلي چې دوی امېد لري چې نوی کال به د افغانانو لپاره د سولې کال وي. یوناما نن د مارچ په ۱۹مه، د نوروز او نوي کال د رابرېدو په مناسبت په ځانګړي بیان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، تدامیچی یاماموتو په... Читать дальше...

غني: د پوهنې وزارت اوسنی تشکیل د اصلاحاتو په وړاندې خنډ دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د مارچ په ۱۹مه، ویلي چې د پوهنې وزارت اوسنی تشیکل د اصلاحاتو په وړاندې خنډ دی. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني ویلي چې د پوهنې وزارت موجود وضعیت دوام نه‌شي کولائ ځکه اداري مدیریت‌یې په عنعنوي ډول پر مخ ځي او اداري فرهنګ‌یې بدلون ته اړتیا لري. د افغانستان ولسمشر سپارښتنه کړې چې باید د دې بدلونونو ترڅنګ د پوهنې وزارت په عصري ټکنالوژۍ برابر فعالیت وکړي او د وزارت لپاره باید پر نوي تشکیل کار وشي. په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. د افغانستان په سړو... Читать дальше...

د کابل-ډېلي د پروازونو ځنډ هند کې ځیني افغانان ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل او نوې ډېلي ترمنځ د پروازونو په ټپه درېدل! د افغانستان او هندوستان ترمنځ د پروازونو ځنډ په هند کې یو شمېر افغانان له ستونزو سره مخ کړي. دوی وايي، هندوستان ته د درملنې لپاره راغلي و، خو د پروازونو له ځنډېدو وروسته اوس د استوګن‌ځای له نشتوالي او مالي ستونزو سره مخ دي. مصطفی موسوي چې له خپلې کورنۍ سره د درملنې لپاره هندوستان ته تللی د بنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه داسې وايي: "دوه درې اوونۍ کېږي چې د درېیو ناروغانو سره هند ته... Читать дальше...

د طالبانو د بندیانو خوشې کولو لپاره د افغانستان ملي امنیت شورا شرط

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» رسنیو ته په یو استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، که دا تضمین ورنه‌کړل شي افغان حکومت به د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې اقدام ونه‌کړي او پر خپل دریځ ولاړ دی.

Новости России
Москва

Пресс-релиз | CRYPTONIUM | Новая экосистема для заработка на криптовалюте | Арбитраж | Трейдинг | Обучение


یورو اېشیا رېویو: د داعش نظریه جوړونکی په افغانستان کې سابقه لري

Pa.azadiradio.com 

خپرونې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عملیاتي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د تېر کال څرګندونو ته اشاره کړې چې طالبان‌یې د داعش پر ضد د بریدونو په خاطر ستایلي وو او دا چاره‌یې د دواړو خواوو ګډه غوښتنه بللې وه.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Соболенко уступила Свентек в финале турнира WTA-1000 в Мадриде






Жителям Москвы рассказали, где в столице можно увидеть цветение сирени

СмартБуфеты идут в колледжи: первый установили в 1-м МОК

Росгвардия обеспечила безопасность на Пасху в Подмосковье

ФСБ рассекретила планы адъютанта Гитлера насчет войны с Америкой против СССР