Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 20.03.2020

دیني عالم: د کرونا ویروس له امله د جوماتونو بندېدل کومه شرعي ستونزه نه لري

Pa.azadiradio.com 

کابل کې یو افغان دیني عالم د جمعې په لمونځ کې د خطبې پرمهال وویل، که د دې ویروس له امله جوماتونه بند شي کومه شرعي ستونزه نه لري. دغه عالم په دې ویروس له اخته کسانو وغوښتل څو د روغېدو تر وخته دې قرنطین اوسي. نور په ویډیو کې وګورئ:

مسکو کې د کورونا وايرس ناروغانو لپاره روغتون

Mashaalradio.com 

د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په روس کې هم په کورونا وايرس اخته کسانو د درملني لپاره هلې ځلې رواني دي‌.‌ د مسکو په يو ښارګوټي کې د يو لوی روغتون د جوړولو کار روان دی. تر دې وړاندې چين په ۱۰ ورځو کې دننه د کورونا وايرس ناورغانو لپاره روغتون جوړ کړی و.‌

د چمن-بولدک لار پرانیزئ: عمران خان

Mashaalradio.com 

په چمن کې د چارواکو په وینا، د وزیر اعظم له اعلانه پس د کسټم کارمندان چمن ته پر رسېدو دي چې کله هغوی ورسېږي نو دغه پوله به د تجارت لپاره خلاصه کړي



د سيلاب مسود مړی خاورو ته وسپارل شو

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو د مشر خبريال سيلاب مسود مړی نن [د مارچ پر ۲۰مه] د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی د مارچ پر ۱۹مه له اوږدې ناروغۍ وروسته په ۷۳ کلنۍ کې ومړ.

کورونا وايرس په چارسده کې د سټرابېري د پلور بازار سوړ کړی

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په چارسده کې هر کال د سټرابېري يا ځمکني توت پرېمانه فصل کېږي. دا مېوه د پاکستان نورو برخو او بهرنيو هېوادونو ته هم لېږل کېږي. سږ کال د کورونا وايرس خپرېدو له کبله د دې مېوې د پلور بازار ډېر سوړ شوی دی. نور تفصیل د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.

د کلیفورنیا والي د دې ایالت خلکو ته کوم امر کړی؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا والي د دغه ایالت ټولو ۴۰ ملیونه وګړو ته امر کړی، چې له کورونو دې، نه راوځي. والي ویلي د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف دې خلک، تر هغو چې ضروري کار ونه لري، په کورونو کې پاتې وي. ګاوین نیوسم پرون وویل، د ایالت په سطحه دا امر د شپې له نیمايي د تطبیق وړ دی. خلک به د قدم وهلو او سپورټ په نیت له کوره د راوتلو اجازه ولري او کولای شي چې خوراکي توکي رانیسي یا روغتيايي خدمات ترلاسه کړي.  رستورانتونه هم کولای شي خپلو مشتریانو ته خوراکونه ورسوي. د کلیفورنیا... Читать дальше...

د تروریزم په تور امریکا کې پاکستانی ډاکتر نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

یو پاکستانی ډاکتر د امریکا په میني سوټا ایالت کې د تروريزم په تور ونیول شو. څارنوالان وايي، دغه ډاکتر د امریکا د تحقیقاتو فډرال ادارې مخبرانو ته پیسې ورکړي او دا یې ورته ویلي، چې له داعش ډلې سره یې بیعت کړی او غوښتل یې په امریکا کې په یوازې سر ځینې حملې وکړي. ۲۸ کلن محمد مسعود، پرون د اجنټانو له خوا د میني سوټا په هوایي ډګر کې ونیول شو. پر ده یو تور دا لګېدلی، چې یوه بهرني تروریستي سازمان ته یې د موادو برابرولو هڅه کړې ده. څارنوالان وايي مسعود په کاري ویزه په امریکا کې و. د دوی په ادعا... Читать дальше...

خلیلزاد: افغان سیاسي مشران دې یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد وايي، افغان سیاسي مشران باید د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي. ښاغلي خلیل زاد نن سهار پر خپل ټویټر دغه شان افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلي او لیکلي دي چې په دې کال کې باید افغان مشران د سولې له تاریخي فرصته د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي. نوموړي دغه شان لیکلي دي چې د طالبانو په ګډون باید ټولې خواوې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د قابو کولو او ترینه د خلکو د ساتنې لپاره په ګډه کار وکړي.

Новости России
Москва

Экзаменационный центр «Воронеж-НК» на базе Воронежского ТРЗ Желдорреммаш сертифицирует до 200 дефектоскопистов ежегодно.


تېره شپه مزارشریف کې د سخي د جنډې د اوچتولو مراسم په پټه ترسره شوي

Pa.azadiradio.com 

نن د وري- حمل لومړۍ نېټه د نوي ۱۳۹۹ه.ل کال لومړۍ ورځ ده. که څه هم په افغانستان کې د دې ورځې نمانځل د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د حکومت د اقداماتو په ترڅ کې ځنډول شوي دي خو راپورونه وايي چې تېره شپه په مزارشریف کې د سخي د جنډې د اوچتولو مراسم په پټه ترسره شول. د مزارشریف د روضې مبارکې رییس عتیق الله انصاري آزادۍ راډیو ته وویل، په دې مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو، د روضې مبارکې مسوولانو او د نوروز د تیارۍ د کمیټې غړو ګډون کړی وو. هغه زیاته کړه چې جنډه د ماخستن له لمانځه وروسته د شپې په... Читать дальше...

د افغانستان په زندانونو کې د کرونا ویروس پرضد نور اقدامات ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د هېواد په زندانونو کې باید نور اقدامات وشي. په دې اړه د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې اړه د پنجشنبې په ورځ د هېواد د امنیتي سکتور د مشرتابه په غونډه کې بحث وشو. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په محبوسانو کې ځینې زیانګالي او کمزوري کسان شته چې باید شمیر یې معلوم شي او په اړه یې پریکړه وشي. خبرپاڼه زیاتوي، په زندانونو کې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې په برخه کې یولړ احتیاطي اقدامات شوي دي خو جزئیات یې نه دي په ډاګه شوي. Читать дальше...

بغلان چارواکي: ماین چاودنې ۳ افغان سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت یو سیمه ییز چارواکی وايي، په نهرین ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې درې سرتېري وژل شوي او د ولسوالۍ امنیه قوماندان سیدنور آغا او اوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي. د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي آزادۍ راډیو ته وویل، چاودنه پرون پنجشنبې د شیخ جلال نهرین کوتل په امنیتي پوسته کې هغه مهال وشوه چې امنیه قوماندان د پوستې لیدو ته ورغی. ولسوال په دې اړه نور جزییات ورنه کړل. د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کوم کس یا ډلې نه دی منلی.

چارواکي: تخار کې ۴ طالب وسله وال او ۲ ملکي وګړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي د یوه ماین په چاودنه کې د دوو ملکي وګړو او څلور طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر آزادۍ راډیو ته وویل، ماین پرون ماښام هغه مهال وچاودېد چې طالبانو غوښتل تالقان ته نژدې په چینزايي سیمه کې یې ځای پرځای کړي. هغه زیاته کړه: "ماین مخکې له دې چې دوی یې هلته ښخ کړي، وچاودېده چې په نتیجه کې یې د طالبانو د ډلې څلور وسله وال چې ماین یې لېږداوه، ووژل شول او څو نور یې ټپیان شول، له روغتون څخه د ترلاسه شوي راپور له مخې ټول لس کسان... Читать дальше...

سربیا د کرونا ویروس پرضد د مقابلې لپاره تجارتي الوتنې بندې کړې

Pa.azadiradio.com 

د سربیا حکومت پرون پنجشنبې د کرونا ویروس پرضد د مقابلې لپاره د بلګراد په هوايي ډګر کې تجارتي الوتنې بندې کړې. دې هېواد همداراز پرېکړه کړې چې خپل سرحدونه له بار وړونکو موټرو پرته د نورو ټولو موټرو پرمخ بند کړي. د سربیا د ساختماني چارو وزارت د معلوماتو له مخې د نیکولاڅلا هوايي ډګر به یوازې د بشري مرستو او باروړونکو الوتنو لپاره پرانیستی وي. د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ پرون پنجشنبې وویل، د سربیا ټولې سرحدي سیمې به له نن وروسته د مسافروړونکو وسایطو او اورګاډو پرمخ بندې وي. هغه زیاته کړه چې له... Читать дальше...

ایټالیا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له چینه لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په ایټالیا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر په چین کې د دې ناروغۍ له کبله د مړو تر شمېرې لوړه شوه. ایټالوي چارواکو پرون وویل چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې نور ۴۲۷ کسان په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي چې له دې سره په دې هېواد کې په دې ناروغۍ د مړو کسانو شمېره ۳۴۰۵ ته لوړه شوه په داسې حال کې چې په چین کې- چې دې ناروغۍ نورې نړۍ ته سرایت ترې وکړ او د نفوس شمیر یې د ایټالیا په پرتله ۲۳ ځلې زیات دی کوروناویروس ټول ۳۲۴۵ کسان وژلي دي. په چین کې په کووید ۱۹ د اخته کسانو ټول شمېر تر پرونۍ ورځې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Свентек переиграла Соболенко и выиграла титул WTA в Мадриде






Аналитик Юшков: после санкций ЕС крупными покупателями стали Индия и Китай

Для закономерности не хватает третьего. Два этих события фактически подтверждают догадки об атаках в «глубине страны»

Возможность локализации производства роботов начали прорабатывать в Подмосковье

Жителям Москвы рассказали, где в столице можно увидеть цветение сирени