Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 28.03.2020

کرونا که لوږه، کوم یو یې وژونکې ده؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادی رایو خبریاله لېمه هادي په کابل کې د ګرځبندیز په لومړۍ ورځ د داسې یو چا کورته ورغلې چې ماښام ته د خوړولو لپاره څه نه لري. نور په دې ویډیو کې:

کابل ښار د ګرځبندیز په لومړۍ ورځ

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه او د خلکو تګ راتګ د پخوا په څېر نن هم دوام لري. کابل والي وایي چې د ګرځبندیز طرح باید عملي شي او د اړتیا په صورت کې به له قهریه قویې هم کار واخیستل شي. نور جزییات د شفیع کريمي په راپور کې:

د کندز ځینې اوسېدونکي: د طالبانو د بریدونو زیاتوالي اندېښمن کړي یوو

Pa.azadiradio.com 

که څه هم په افغانستان کې د سولې ټېنګښت ته د خلکو امیدواری زیاته شوي ده، خو د هېواد په شمال ختېځ زون په کندز ولایت کې د ناامنیو په اړه د خلکو اندېښنې لاپرځای دي، ځکه نن شنبې د کندز ښار شمال خوا د پُل سفید سیمه د جګړې شاهده وه. د دې ولایت یو تن اوسېدونکي عبدالجلیل جیلانې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له څو ورځو راهیسې وسله وال طالبان د ښار نږدې څنډو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برېدونه کوي او خلک ډېر زیات وارخطا او په وحشت کې ژوند کوي او دولت دې ستونزې ته هېڅ رسېدنه نه کوي او موږ له دولت نه غواړو... Читать дальше...

ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

ایران نن وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې ۱۳۹ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شول. له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړینې شمېر څه باندې۲۵۰۰ شو. د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن شنبه په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې هغلته د کرونا څه باندې زر نوې پیښې ثبت شوې چې ورسره په ټول هېواد کې د کرونا د پيښو شمېر نژدې پنځه دیرش نیم زره شو. په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار کړی چې ایراني چارواکي به راتلونکو دوو اونیو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

چارواکي: ننګرهار کې چاودنې ۲ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د چسپکي ماین چاودنې دوه تنه ووژل. د ننګرهار چارواکي وایي چې نن شنبه له غرمې وروسته شااوخوا یوه بجه د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په سربند سیمه کې د دیني عالم شیدا پر موټر د نښلول شوي ماین چاودنې خپله مولوي شیدا او د ده زوی وژلي دي. د ننګرهار د والي ویاند په دې اړه ازادي راډيو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې په دغه پېښه کې د یوه دیني عالم په ګډون ۲ تنه ټپیان شوي هم دي چې په خبره یې، وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. د ننګرهار ولایتي ادارې دغه پېښه غندلې او دا یې د حقیقي عالمانو پر وړاندې د دښمن جاهلانه کړنه یاده کړې ده. Читать дальше...

بهرنیو چارو وزارت: له دوبۍ څخه پند پاتې شوي افغانان راولېږدول شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه ۶۳ افغانان چې د دوبۍ په هوایي ډګر کې بند پاتې وو، په ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته را ولېږدول شول. دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د هوایي چلند له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره د هوکړې له مخې به ډېر ژر په نوې ډیلي کې بند افغانان هم کابل ته را ولېږدوي. په دوبۍ، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې وروسته تر دې یو شمېر افغانان بند پاتې شول چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د دغو هېوادونو او افغانستان ترمنځ ځمکني او هوایي بندرونه وتړل شول.



چارواکي: هلمند کې چاودنې ۴ ماشومان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د لښکرګاه په دريمه حوزه کې چاودنې ۴ ماشومان وژلي دي. د هلمند دوالي وياند وايي پېښه په يوه کور کې دننه شوې ده چې لا هم اصلي انګېزه نه ده مالومه. عمرځواک ازادۍ راډيو ته وويل پوليس د پېښې ځای ته تللی دي چې اصلي مسئله مالومه کړي. په کور کي دننه دغه چاودنه د دريمې حوزې د بولان په کلا سيمه کې څو شېبې مخکي شوې ده. د والي وياند عمر ځواک وايي داسې ښکاري چې په کور کي دننه يوه ناچاودله سرګلوله چاودېدلي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د امریکا د کانګرس پنځم غړی هم په کرونا ویروس اخته شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس پنځم غړی په کرونا ویروس اخته شو. اویاکلن مایک کلي چې په سنا کې د پنسلوانیا ایالت جمهوري غوښتونکی سناتور دی، پرون ومنله چې د کرونا معاینه یې مثبته ده. له دې وړاندې د کانګرس څلورو نورو غړو هم په دغه ویروس د اخته کېدو خبر ورکړی دی. له همدې کسانو سره د تماس له امله د امریکا د کانګریس ۲۶ غړي دا مهال قرنطین دي. د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون څیړنې ښيي چې تراوسه امریکا کې یولک او څلور زره کسان په کرونا اخته شوي او له دې ډلې ۱۷ سوه کسان مړه شوي دي.

تایوان د چین له لوري تبعید شويو خبریالانو ته د میشتېدو بلنه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د تایوان د بهرنیو چارو وزیر هغو امریکایي خبریالانو ته هلته د میشتېدو بلنه ورکړې چې چین تبعید کړي دي. رویټرز خبري اژانس وایي چې د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف وو دریو امریکایي ورځپاڼو ته لیکلي چې خپل د چین خبریالان تایوان ته ورلېږلی شي. چین د مارچ په اتلسمه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د نیویارک ټایمز، والسټریت ژورنال او واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپانو د فعالیت جواز لغوه کوي. چینايي چارواکي ویلي، د دغو ورځپاڼو خبریالان نه په چین او نه هم د چین تر کنټرول لاندې هانګ کانګ ښار کې د خبریال په توګه دنده ترسره کولای شي. Читать дальше...

دفاع وزارت: بدخشان کې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې طالبانو تېره شپه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر څو پوستو ډله ییز بریدونه وکړل. د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د برید له کبله افغان ځواکونو له څلورو پوستو تکتیکي شاتګ کړی او جګړه لا هم روانه ده. د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي، برید کې افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې چې کره شمېر به یې وروسته په ډاګه کړي. له دې سربېره طالبانو تېره ورځ طالبانو د فاریاب په غورماچ او د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې هم ورته بریدونه وکړل، چې د دفاع وزارت په وینا، په شا وتمبول شول. Читать дальше...

کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ ځنډیدلی

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي راتګ ځنډیدلی دی. ټاکل شوې وه نن د دغې ډلې یو پنځلس کسیز پلاوی له کندهاره کابل ته راشي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د سفر د میکانیزم د نه بشپړېدو له کبله دغه سفر ځنډیدلی دی. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د سره صلیب هغه پلاوي چې د طالبانو غړي یې کابل ته بیول، د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شوي ګرځبندیز له کبله ونه توانېد چې د دوی پلاوی ولېږدوي. دغه پلاوی د طالب زندانیانو د را خوشې کېدو په اړه د بحث... Читать дальше...

ملګرو ملتونه: د هستوي وسلو د پراختیا مخنیوي تړون د ارزونې کنفرانس ځنډیدلی

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو ویلي چې د هستوي وسلو د پراختیا د مخنیوي تړون د ارزونې کنفرانس ځنډیدلی دی. دغه سازمان پرون وویل، دا کنفرانس د کرونا ویروس د چټکې خپریدا له امله ځنډیدلی دی. تمه وه چې دا کنفرانس د راتلونکې اپریل میاشتې له ۲۷ د مې تر ۲۲مې پورې په نیویارک کې ترسره شي. د هستوي وسلو د پراختیا د مخنیوي تړون په اړه هر پنځه کاله بعد یو ځل ورته کنفرانس جوړېږي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، هر کله چې موقع برابره شوه، دغه کنفرانس به جوړ شي. د هستوي وسلو د مخنیوي تړون پنځوس کاله مخکې بشپړ شوی دی.

د کورونا وايرس خپرېدو په مخنيوي کې د ځوانانو رول

Mashaalradio.com 

د مشال راډيو د دې اونۍ په "ځوانانو غږ" خپرونه کې د کورونا وايرس د خپرېدو په مخنيوي کې د ځوانانو رول ته کتنه شوې ده. يو شمېر ځوانانو مشال راډيو ته ويلي چې تر هر بل وخت دا مهال د ځوانانو رول ډېر مهم دی چې د ټولنيزو رسنيو او نورو لارو په خلکو کې پوهاوی پېدا کړي چې څنګه به ځان او نور خلک له کورونا وايرسه ژغوري؟ دوی دا هم وايي چې ځوانان بايد هغو خلکو ته مرستې ورسوي چې دا مهال قرنطين دي. د دوی په وينا بايد ځوانان په کورونو کې خپلو زدکړو او ورزشونو ته دوام ورکړي. د خپرونې ګډونوال، په پېښور کې مدني... Читать дальше...

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد د کرونا ویروس ۱۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي. د دې ورازت ویاند وحیدالله مایار د شنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې وویل، د دې ثبت شویو پېښو ۱۱ یې په هرات ۳ یې په فراه او یوه یې په غزني ولایتونو کې ثبت شوي. د ښاغلي مایار په خبره، په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېده. هغه زیاته کړه: "د مثبتو پېښو د زیاتېدو سره د خوښۍ خبر دا دی چې په تر دا مهاله په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې پنځه یې بېرته خپله روغتیا... Читать дальше...

Новости России
Москва

Экзаменационный центр «Воронеж-НК» на базе Воронежского ТРЗ Желдорреммаш сертифицирует до 200 дефектоскопистов ежегодно.


چارواکي: ایران څخه افغانستان ته د مالونو راواردول بند شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ګمرک رییس وايي، په ایران کې د نوروز د رخصتیو له امله له هغه هېواد څخه افغانستان ته د حمل د میاشتې له لومړۍ اوونۍ د مالونو راواردول بند شوي دي. حمدالله همدرد نن ازادي راډیو ته وویل چې د کال په لومړۍ اوونۍ کې په اوسط ډول هرات ګمرک هره ورځ تر ۳۰ تر ۳۵ میلیونو افغانیو په شا او خوا کې عواید لرل. نوموړی وايي، مخکې تر دې به په اوسط ډول هره ورځ ۶۰ تر ۶۵ میلیونو افغانیو په شا او خوا کې عواید ترلاسه کېدل. د هرات ګمرک رییس دغه شان وايي، اوس د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت له خوا د هېواد... Читать дальше...

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې پر اړو خلکو خوراکي توکي وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په اړو خلکو خوراکي توکې ووېشل شول. د دغې خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل،چې دغه اقدام په هېواد کې د کرونا ویروس د قرنطین او اړو خلکو سره د مرستې په خاطر شوی دی. نوموړي وویل، چې په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي او یو شمېر نور لومړني خوراکي توکې شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په کابل او یو شمېر ښارونو کې د کرونا ویروس د خبرېدو او قرنطین له امله د لومړنیو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې چې خلک یې اندېيښمن کړي وو.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта






Жителям Подмосковья напомнили про электронный сервис библиотек

Столичные росгвардейцы оказали помощь мужчине, потерявшему сознание

Аварийное здание деревенского клуба снесли в Клину

В Москве 9 мая перекроют дороги в ЦАО и ЮВАО в связи с Парадом Победы