"د امريکا او هند اړيکې تر هغه څه ډېرې ټينګې او پخوانۍ دي"
فارن پاليسي مجله ليکي، د امريکا او هند تر منځ اړيکې تر هغه څه ډېرې ټينګې او پخوانۍ دي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او وزيراعظم نريندرا مودي يې تمثيلوي.
فارن پاليسي مجله ليکي، د امريکا او هند تر منځ اړيکې تر هغه څه ډېرې ټينګې او پخوانۍ دي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او وزيراعظم نريندرا مودي يې تمثيلوي.
فارن پاليسي مجله ليکي، د امريکا او هند تر منځ اړيکې تر هغه څه ډېرې ټينګې او پخوانۍ دي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او وزيراعظم نريندرا مودي يې تمثيلوي. مجلې په خپلې يوې خپرې کړې مقالې کې په داسې حال کې د دغو دواړو مشرانو کړو وړو ته کتنه کړې چې په هند کې د شهريت د نوي قانون پر ضد تندې مظاهرې روانې دي. احمد شاه اعظمي د دې مقالې مهم ټکي وړاندې کوي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
پاکستان په کابل کې افغانانو ته وېزې ورکول بند کړي دي. خو چارواکو ويلي کوښښ کوي چې د وېزو ورکړه يو ځل بيا شروع کړي.
د مارچ پر ۱۱مه د ایران روغتیايي چارواکي ویلي په تېرو ۴۰ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس له کبله نور ۶۳ کسان مړه شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ويلي د کورونا وایرس د خورېدو د مخنیوي په خاطر یې له اروپایي هېوادونو څخه امریکا ته ټول پروازونه د ۳۰ ورځو لپاره ځنډولي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د کرونا له وایرس څخه د یو ماشوم تر ناروغه کېدو ورسته ښاریانو احتجاج کړی دی. دوی په صوبه کې د روغتيايي سهولتونو له نشتوالي هم شکايت کړی.
د ډبليو اېچ او مشر ويلي، دوی د وایرس په اړه د ټولو مالوماتو څارونه کوي او د وایرس تر خطرناکه حده پورې پر خورېدو او ددې په شدت اندېښمن دي.