Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

امریکا د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره افغان بندیانو ته اړین توکي ویشي

0
په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفارت ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوی لپاره به د افغانستان د حکومت زندانونو ته ماسکونه، د لاسونو د پاکولو لپاره ځانګړې مایع او د پاکولو نور توکي ورسوي.


د امریکا سفارت نن، د مارچ په ۲۱مه پر ټوېټر لیکلي چې کرونا ویروس د دې پروا نه کوي چې څوک ناروغه کوي.


په افغانستان کې د چین سفیر "وان یو" هم نن پر ټوېټر تائید کړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او له خلکو سره د مرستې وسایل به افغانستان ته ورسېږي.


د علي بابا ګروپ په نوم د خیریه ادارې مشر جک ما نن سهار پر ټوېټر لیکلي چې افغانستان، بنلګه دېش، منګولیا، کمبودیا، مالدیف، میانمار، سریلانکا، پاکستان او لاوس ته به ۱ اعشاریه ۸ ملیونه ماسکونه، د کرونا ویروس د ټېسټ لپاره ۲۱۰ زره طبي بستې، ۳۶ زره ترمامیټرونه، د طبي کارکونکو لپاره د ځان ساتنې جامې او داسې نور ضروري توکي ورکړي.


په کابل کې د چین سفیر دا خبر تائید کړی خو نه یې دي ویلي چې دقیقاً څه وخت به د مرستې د توکو برخه افغانستان ته ورسېږي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса