Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

تر اوسه کرونا ویروس ټوله نړۍ کې ۱۱۴۰۰ کسان مړه کړي

0
په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۱۴۰۰ ته لوړ شوی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۵۰۰۰ ته لوړ شوی دی.


دا شمېر نن، د مارچ په ۲۱، د امریکا جان هاپکنز پوهنتون اعلان کړی دی.


په دې اړه ویل شوي چې ایټالیا کې د مړو شمېر د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات دی.


په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۴۷۰۰۰ اوښتی او تر ۴۰۳۲ زیات وکړي مړه شوي دي.


تر ايټالیا وروسته چین دی او هلته د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۳۲۵۹ تنه ښودل شوی دی.


له ایرانه رسمي شمېرې څرګندوي چې ۱۴۳۳ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي خو ډير ایرانیان شک لري چې د هغه هېواد حکومت د کرونا ویروس د تلفاتو شمېر دقیق نه څرګندوي څو هلته د دې ویروس د خپرېدو اندازه کمه وښيي.


د تهران د چارواکو په وینا، په دې هېواد کې تر نن سهاره پورې د کرونا ویروس ۱۹۶۲۰ مثبتې پيښې ثبت شوې وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса