Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا ویروس مشکوکې پېښې ۴۴۹ دي

0
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ټولو اړوندو ادارو جدي تدابیر نیولي دي.


د دې وزارت ویاند وحید الله مایار د شنبې د ورځې به سهار په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل: "په تیرو 24 ساعتونو کې موږ هيڅ د کرونا مثبت پېښه نه لرو او په ټول هېواد کې 449 پېښې د کرونا وایروس ثبت شوي چې له ډلې یې 413 یې منفی، 24 یې مثبتې او 12 یې د څیړنې لاندې دي او په راتلونکي کې هم که کومې پېښې ثبت شوې له رسنیو سره په شریکو کړو. "


ښاغلی مایار وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یو کمېټه جوړه شوې چې خپله ولسمشر ورنه څارنه کوي.


د نوموړي په خبره اوس په هر ولایت کې په کرونا د اخته کسانو لپاره یو 20 بستریزه روغتون موجود دی، چې په راتلونکي کې به حالت ته په کتو د دغو روغتونونو ظرفیت لوړېږي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دې ویروس د خپریدو اندېښنې ډېرې جدي نه دي.


د پوځي کار پوه باري عارض وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د دې موضوع څارنه او نظارت یو جدي خبره ده او اړونده کميټه باید په دېر دقت سره خپلې چارې مخته یوسي.


د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له 24 ثبت شویو مثبتو پېښو ثبت ۱۵ یې په هرات، ۳ به سمنګان، ۲ په لوګر او یوه یوه هم په بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې ده.


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، مثبت پېښې ډېری په هغو کسانو کې ثبت شوي چې تازه له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса