Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

پاکستان د سپین بولدک ـ چمن بندر د راکړې ورکړې پر مخ پرانیست

0
پاکستان نن د سپین بولدک ـ چمن بندر د سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ پرانیست.


د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل دا لاره یوازې د دغو دوو هېوادونو د خوراکي توکو صادراتو او واردتو لپاره پرانیستل شوې ده.


هغه زیاته کړه: "نن سهار اته بجې د وارداتو لړۍ پیل شوه، تر دې دمه د خوراکي توکو له ۶۰ زیاتو لارۍ افغانستان خوا را اوښتي دي، زموږ د معلوماتو له مخې د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا دا مهال د خوراکي توکو له ۲۰۰۰ زیاتې نورې لارۍ هم افغانستان ته د خوراکي توکو د انتقال انتظار باسي."


د افغانستان د مالیې وزارت وایي دا اقدام له هغه وروسته وشو چې د دغه وزارت سرپرست محمد همایون قیومي له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او د دغه بندر د پرانېستې غوښتنه یې وکړه.


د دغه وزارت ویاند دا هم وویل چې د غلام خان او تورخم بندرونو د پرانېستلو لپاره هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې روانې دي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کرونا ویروس د خپرېدو د وېرې پاکستان د افغانستان پر مخ خپل بندرونه وتړل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса