Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

چارواکي: د پستو او جلغوزیو ویجاړ شوي ځنګلونه بېرته رغول کېږي

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې روان کال د بېلابېلو د پستو او جلغوزیو هغه ځنګلونه چې د خلکو د نه پاملرنې له امله تخریب شوي بېرته ورغوي.


د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل تېر کال یې ۱۰ اعشاریه ۶ میلیونه د تورو جلغوزیو او پستو نیالګي د ۱۰۹۰ زیاتو قوریو له لارې تولید کړي دي.


هغه زیاته کړه: "د جلغوزیو د ځنګلونو په اړه زموږ زیات تمرکز په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دی، خو په بادغیس ولایت کې بیا له ۶۰۰ جریبه د پستې ځنګلونه چې تخریب شوي وه بېرته به ورغول شي. "


ښاغلي رستمي وویل چې روان کال به د پستې د ځنګلونو د بیا رغولو پلان د بادغیس ولایت په اب کمريو او مقر ولسوالیو کې پلی شي.


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د پستې تر ټولو زیات تولید په بادغیس، هرات، او بدخشان ولایتونو کې کېږي.


دغه وزارت وایي د افغانستان پسته له کیفي اړخه ښه نوم او نړیوال بازار لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса