Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

'افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴ تنو ته ورسېد'

0
په کندهار او زابل ولایتونو کې په کرونا ویرس د دریو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شو.


له دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته ورسېد.


په دې ویروس د دوو کسانو د اخته کېدو راپور په زابل کې ورکړل شوی دی.


د زابل والي رحمت اله یارمل نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، دا دوه کسان په وروستیو کې له ایرانه راستانه شوي وو.


هغه زیاته کړه: "دوی تقریباً څلور ورځې له موږ سره په هغه وارډ کې بستر وو، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره مشخص شوی دی، دوی مشکوک کسان وو، چې سمپلونه یې مرکز ته لېږل شوي وو، متاسفانه چې مثبت ختلي دي."


په کندهار کې هم په کرونا ویروس د یوه روغتيايي کارکوونکي د اخته کېدو خبر تایید شو.


د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادۍ راډیو ته ویلي، دغه روغتيايي کارکوونکي په وروستیو کې د ایران مشهد ښار ته سفر کړی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса