Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

چک ته له چین څخه د طبي وسایلو ډکه الوتکه ورسېده

0
د چک جمهوریت دفاع وزارت وايي، یوه بار وړونکې الوتکه چې څه باندې ۱۰۰ ټُنه طبي وسایل په‌کې بار وو، له چین څخه وررسېدلې ده.


په دغو وسایلو کې ۵ میلیونه ماسکونه هم شامل دي.


چک جمهوریت چې تر نن یکشنبه په‌کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۱۰۴۷ پېښې ثبت شوي، د ماسکونو او د مکروب ضد موادو له کموالي سره مخامخ دی.


له چین څخه روانه شوې الوتکه پر ځايي وخت د تېرې شپې پر ۱۲ بجو د چک جمهوریت پاردوبیسي ښار ته ورسېده.


په پام کې ده، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روانې میلادي میاشتو تر پای پورې د اړتیا وړ طبي وسایلو او موادو دوه نورې کارګوګانې هم چک جمهوریت ته ورسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса