Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

دفاع وزارت: څه باندې ۲۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

0
د افغانستان ملي دفاع وزارت په بېلابېلو پېښو کې د څه باندې ۲۰ وسله‌والو طالبانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.


د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۵» پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ۹ تنه طالبان په بلخ ولایت کې د دې ډلې له‌خوا د پلان شوي برید د شنډولو پر مهال ووژل شول.


د دفاع وزارت چارواکي وایي دا پلان چې تېره ورځ د چهار بولک ولسوالۍ په تیمورک کلي کې پلان شوی وو، د امنیتي ځواکونو له‌خوا چې هوایي ملاتړ هم ورسره وو، په شا وتمبول شو.


د ښاغلي امان په خبره په دې ترڅ کې ۴ نور طالبان ټپیان شوي دي.


په یوه بله پېښه کې وسله‌والو طالبانو د بادغیس ولایت د قادس او قلعه نو ولسوالیو ترمنځ لاره تړلې وه او د برید پلان‌یې درلود چې د افغان ځواکونو سره‌یې جګړه ونښته.


د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي دي.


په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.


دغه‌راز دفاع وزارت وایي په دې سیمه کې د طالبانو له لوري د خښ شوي ماین په چاودنه کې ۵ طالبان وژل شوي او یو تن‌یې ټپي دی.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса