پکتیا کې د نرخونو له لوړوالي شکایت
د پکتیا اوسېدونکي په دې ولایت کې په بېساري توګه د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي او له مسولو چارواکو غواړي، څو د هغو کسانو په وړاندې قانوني چلند وکړي، چې له ټاکلي نرخ پورته اجناس پلوري. له هغه وروسته چې په پاکستانیو روپیو راکړه، ورکړه بنده شوه، ورسره سم د یو شمېر توکو بیې هم پورته شوې، خو له څه وخت کنترول وروسته له کله چې د کرونا وبا را ګډه شوې او د روژې میاشت را ورسېده، ورسره سم د توکو نرخونه په بېساري توګه لوړ شوي. د پکتیا اوسیدونکي وايي، دا حالت له زغم وتلی او ولایتي اداره دې ژر تر ژره د نرخونو د کنترول لپاره لاس په کار شي. Читать дальше...