ولسمشر ټرمپ د کورونا ضد واکسین کې د پرمختګ ادعا کړې
ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې امریکا د کوویډ ۱۹ خلاف په واکسین جوړولو په هلو ځلو کې هم د نورو هیوادونو پرتله کافي پرمختګ کړی خو نور وضاحت یې ورنکړ.
ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې امریکا د کوویډ ۱۹ خلاف په واکسین جوړولو په هلو ځلو کې هم د نورو هیوادونو پرتله کافي پرمختګ کړی خو نور وضاحت یې ورنکړ.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، حکومت باید د هدیرو جوړولو پر ځای د کرونا ويروس د مخنیوي او روغتيايي امکاناتو د برابرولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ د وېش دروازه د کرونا ويروس د مخنیوي په هدف د پاکستان د حکومت له لوري تړل شوې وه، پر مهاليې دواړو لورو ته زرګونه کسان چې زیاترهيې افغان ناروغان وو، بند پاتې وو. صادق رښتیني دا وېډیو راپور برابر کړی
د امریکا پوځ له طالبانو سره په قطر کې د تړون د سرغړونې په اړه د وسلهوالو طالبانو ادعا رد کړې ده. دغه تړون د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو. د دغه پوځ ویاند ډګروال ساني لګټ د اپرېل پر ۵مه په ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو له طالبانو سره تړون مراعات کړی او په دې اړه شوې ادعاوي یې بېاساسه بللې دي. نوموړي دا هم لیکلي چې دا وسلهواله ډله یعنې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او خبرداری یې ورکړی چې د قطر د موافقې سره سم دوی به د افغانستان امنیتي ځواکونو دفاع ته دوام ورکړي که چېرې د طالبانو له لوري برید ورباندې وشي. Читать дальше...
د کورونا وايرس د مخنيوي يا درملنې په اړه عامو خلکو ځينې داسې خبرې مشهوره کړې چې د ډاکټرانو په وينا هيڅ ساينسي اساس نلري. په دې کې تودې اوبه څکل، ځینې سبزيانې خوړل او د اېشېدلو اوبو بخار اخيستل شامل دي. د هم دغو خبرو سپناوی د مشال راډیو خبريال عبدالحي کاکړ په کوټه کې د فاطمه جناح چیسټ او جنرل هسپتال د سينې او نري رنځ ناروغيو څانګې مشر ډاکټر شېرين خان سره په ويډيويي مرکه کړی دی.
د پاکستان پولیسو په کوېټه ښار کې لسګونه هغه ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي نیولي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپارهیې د لازمو طبي وسایلو د کموالي له کبله اعتراضونه کول. د کوېټې ملکي روغتون یا «Quetta Civil Hospital» او د بولان روغتیایي کالج روغتیایي پرسونل نن د اپرېل ۶مه د ایالتي حکومتوالۍ پر لور روان ول چې پولیسو ونیول. عیني شاهدان وایي د پولیسو د عملیاتو پر مهالیې وهل ټکول لیدلي دي. دغو اعتراض کوونکو وویل چې د دوی ۱۲ ملګري په داسې حال کې چې د کرونا ناروغانو په درملنه بوخت ول، په خپله په دې ویروس اخته شول. Читать дальше...
د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یا هیومن رایتس واچ پر امریکا غږ کړی چې د ایران پر اقتصاد بندیزونه راکم کړي او دغه هېواد ته له مجازاتو معاف موادو د لېږد جواز وغځوي څو ډاډمنه کړي چې ایران د روانې وبا سره د مبارزې پر مهال د بشري مرستو څخه برخهمن کېږي. دا غوښتنه نن د اپرېل شپږمه داسې مهال شوې چې په خپله تهران او هم یو شمېر نورو هېوادونو هم وړاندې ورته غوښتنې کړې وې. د ا مریکا ولسمشر وړاندې ایران ته د بشري مرستو د ورکولو وړاندیز کړی وو، خو ایراني چارواکو هغه وړاندیز رد کړ او ویېویل که واشنګټن د مرستې نیت لري، نو پر ایران دې بندیزونه لیرې کړي. Читать дальше...
د لوړو زدهکړو ځینو عالي مؤسسو بېلابېلې کړنلارې پیل کړي چې محصلانیې له تحصیله پاتې نهشي. د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د نوي برښنايي سیستم په کارولو سره به هېڅ محصل له درسونو څخه لیرې پاتې نهشي.
د افغانستان حکومت، تازه له خپلو زندانونو څخه د طالب بندیانو د خوشې کېدو د ځنډ لامل د نوموړې ډلې لهخوا د ۱۵ قوماندانانو د ازادېدو غوښتل یاد کړي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د بورې او وړو د بيو په اړه د څيړنو کميشن تر تفصيلي رپورټ وروسته به د ذمه وارو کسانو پرضد کاروايي کوي. حکومتي کميشن د اپريل پر څلورمه رپورټ خپور کړی وو چې د بورې او وړو د بحران له کبله د نورو کمپنيو ترڅنګ د تحريک انصاف مخکښ جهانګير ترين، د وفاقي وزير خسرو بختيار، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهې زوي مونس الهي کمپنيو ته ګټه رسيدلې ده. بلخوا په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو پوښتنې راپورته کړي دي چې ايا وزيراعظم عمران خان به په دې بحران کې په مبينه توګه د ککړو ملګرو... Читать дальше...
هر پسرلی، د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه زرګونه کورنۍ ګلغنډۍ ته د مېلې او ساتیرۍ لپاره راځي، خو د سږ کال پیل د تېرو کلونو په څېر نهو. احمد هنایش په دې اړه راپور لري چې لېمه هادي یې وړاندې کوي.
ډاکټران ادعا کوي چې په سول هسپتال کوټه کې د کورونا وايرس د ناروغانو د علاج پر وخت د ځان ژغورلو لپاره مناسب طبي سامان او الات نلري.
له کورونا وايرسه د ځان ژغورلو لپاره د نورو لارو چارو تر څنګ يوه ساده لاره د لاسونو مينځل دي. دا چې لاسونه بايد څنګه ومينځل شي؟ د مشال راديو د مرکزي څانګې په دې ويډيو کې يې وګورئ چې ګل اياز پښتو کړې ده.
په کوټه کې پوليسو د اپرېل پر شپږمه نېټه (نن) ګڼ شمېر ډاکټران نيولي دي. په سلګونو ډاکټرانو د خپلو غوښتنو په حق کې د وزيراعلی دفتر مخې ته مظاهره وکړه. دوی شکايت کوي چې په سول هسپتال کوټه کې ډاکټران د کورونا وايرس ناروغانو د درملنې پر مهال د ځان ژغورنې سامان و الات نلري.
چین او روسیه نړیوالو ته له نورو هېوادونو سره د دغو هېوادونو د مرستو په اړه د دولتي رسنیو راپورونه رسوي او په همدې حال کې ناسم معلومات خپروي.
نیویارک ته چې د امریکا تجارتي زړه او تر ټولو لوی ښار دی اوس په امریکا کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مرکز په سترګه کتل کېږي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په میدان وردک ولایت کې د وروستیو ملکي وژنو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوي. د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله فرهنګ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۸» ازادي راډیو ته وویل: "د میدان وردګ ولایت د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي، د ژوند کولو حقوق په پام کې نهدي نیول شوي، خو د افغانستان له حکومته غواړو چې د دې پېښې عاملین، حتی که دا پېښه په عمدي ډول نهوي هم ترسره شوي، ودې نیسي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي." د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو... Читать дальше...
که څه هم برقي یا هم د اوبو ژرندو د غنمو اوړه کول اسانه کړي، خو اوس هم د فاریاب ولایت ځینو سیمو کې له مېچنو کار اخیستل کېږي. خو علتیې څه دی؟ اکرام کرم په دې اړه راپور برابر کړی چې لېمه هادي یې وړاندې کوي.
دوی ټینګار کوي، که افغان سیاستوال سیاسي اختلافات حل نهکړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او خلک بهیې ستونزې ګالي.
د دغه ژوبڼ چارواکو ویلي چې ګومان کېږي چې کرونا به دغه پړانګ ته د ژوبڼ هغه کارکوونکي انتقال کړى وي چې کرونا یې درلوده، خو د ناروغۍ نښې نښانې یې نهوې ښودلې.
په کراچۍ کې چارواکيو يو داسې مرکز جوړ کړی چې پکې خلک په مرټر کې ناست د کورونا وايرس معاينه کولای شي. خو دوی وايي، چې ددې لپاره په ټيليفون له مخه وخت اخيستل کېږي. د فرانس اژانس ويډيويي راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
د غر ختنې یو شمېر افغان لوبغاړي د هندوکش غرونو لوړې څوکې ته چې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري، ختلي دي.
په پاکستان کې د کورونا وبا مخنیوي لپاره د حکومت لخوا د اعلان شویو ګامونو له مخې په هیواد کې بازارونه او سکولونه تړلي پراته دي او خلک تر کورونو محدود شوي دي. د لاک ډاون له امله ډېرۍ هغه کسان متاثره شوي دي چې د هرې ورځې په بنیاد کار کوي. په خیبر پښتونخوا کې ځینو ځوانانو د هغو بې وزله کسانو د مرستې کار پیل کړی دی چې روزګارونه یې متاثره شوي دي. د مشال راډیو په دې خپرونه کې ملیحه امیرزاده له هغو څو ځوانانو سره خبرې کړي دي چې د غریبانانو مرسته کوي.
په فراه کې ١٠ ممیز خونې جوړې شوې. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، په کلني ډول هره ممیز خونه د ١٠ ټنه ممیزو د تولید وړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې یادې ممیز خونې د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې جوړې شوې دي. د ښاغلي رستمي په خبره یادې ممیز خونې د څلور میلیونه او ۸۶۳ زرو او ۹۰۰ افغانیو په مجموعي لګښت جوړې شوې چې لګښتیې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ورکړل شوی دی. د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، له دې سره په فراه کې د جوړو شویو ممیز خونو شمېر ٣٦ ته ورسېد. دغه ممیز... Читать дальше...
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وایي، په تېره یوه اوونۍ کې ۴۲ زره ټنه خوراکي توکي هېواد ته انتقال شوي دي. د ټرانسپورت وزارت مرستیال ویاند اشرف حقشناس د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د خوراکي او نورو اړینو توکو انتقال په عادي ډول روان دي او تېره اوونۍ ۹۲ زره ټنه مواد هېواد ته انتقال شوي چې له دې جملې ۴۲ زره ټنه خوراکي مواد او نور نفتي او ساختماني مواد دي. نوموړي وویل، په دغو موادو کې ۱۲ زره ټنه غنم، ۲۹ زره ټنه اوړه او ۲۴۸ ټنه غوړي دي چې د حیرتان-مزار شریف، اقینې او تورغنډۍ له لارې انتقال شوي دي. Читать дальше...