Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

Новости за 20.04.2020

د جګړې دواړو لورو دردېدلي څه غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

په دغه راپور کې د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا د طالبانو تر واک لاندې یوې سیمې ته تللی او د یوه طالب له زوی یې اورېدلي چې غواړي زده‎ کړه وکړي او د جګړې په بل لوري کې د ملي اردو د یوه سرتېري له پلار چې اوښکې تویوي اوري چې د سولې په بدل کې د خپل زوی وینه وبخښي.

حکومتونه دې د ماشومانو خیرښېګڼې ته پام وکړي: ګویتېرېش

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرټري انتونیو ګوتېرېش د نړۍ له حکومتونو غوښتي چې د کورونا وبا په حالت کې د ماشومانو، په تېره هغه چې بېوزلي دي، د صحت، تعليم او خیرښېګڼې چارو ته توجه وکړي. په خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعالان د نوموړي غږ بدرګه کوي او وايي چې ماشومانو ته طبي او نورې ضروري مرستې رسول د نړيوالو ادارو او حکومتونوذمه واري ده. د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکومتي تحريک انصاف ګوند يوه غړې وايي، دوی هڅې پيل کړي چې د ماشومانو د حقونو خوندي کولو لپاره قانون سازي وکړي.  د هارون باچا رپورټ اورو.

کووید۱۹؛ هغوی چې د مرګ له کومي راستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

په ټوله نړۍ کې په کووید ۱۹ ناروغۍ د مړو شمیر تراوسه له ۱۶۰ زرو اوښتی دی. خو په دې ناروغۍ د اخته نژدې دوه نیم خلکو له ډلې له ۶۳۰ زرو زیات خلک بېرته روغ شوي هم دي. په دې راپور کې هغه کسان چې له کووید ۱۹ ناروغۍ سره یې خپړې لګولي او د مرګ له کومي راستانه شوي دي خپلو تجربې بیانوي.

د چمن له لارې د پاکستانیو وګړو ستنېدنه پیل شوه

Mashaalradio.com 

د چمن ــ سپین بولدک له لارې له افغانستانه د هغه پاکستانیو وګړو راستنولو لړۍ سر له ننه پیل شوې چې د کورونا وایرس خپرېدو پس د پولې تړل کېدو یې تګ درولی وو. په چمن کې د چارواکو په وینا راستنېدونکې کسان به د کورونا وایرس له چاڼه تېرېږي او کوارنتین کېږي به او زیاتوي دوې ورځې پس چې یې د ټیسټ نیتجي راشي نو د مثبتو پېښو کسان به خپلو خپلو صوبو ته لېږل کېږي او د منفي نتیجو هغو به تر ۱۴ ورځو په کوارنټین کې وي. په دې ترڅ کې د کلا عبدالله روغتیا ادارې مشر رفیق مینګل خبریالانو ته ویلي دي د چمن له لارې پر راستنېدونکي... Читать дальше...



پکتیکا کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن دوشنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېره ورځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند د مرغۍ اړوند سیمه کې د ماین په چاودنه کې ۷ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې ۵ تنه‌یې مړه دي او دوه نور ټپیان شوي. یاد کسان چې د شمالي وزیرستان متأثرین دي له هغه ځایه راکډه شوي او په پکتیکا کې مېشت دي، د کوزې پښتونخوا په میرامشاه سیمي پورې تړاو لري."  د نوموړي په وینا دغه ماین د وسله‌والو طالبانو له لوري ځای پر... Читать дальше...

جواد ظریف او بشار اسد دمشق کې سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د ایران بهرنیو چارو وزیر د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په دمشق کې لیدلي دي. د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ویلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۰» د سوریې په پلازمېنه کې له ولسمشر اسد سره ولیدل، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي. تر دې لیدنې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې تمه ده په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو پرمختګونو او د ترورېزم پر وړاندې جګړې په اړه بحث وشي. ایران د سوریې یو تر ټولو نږدې سیمه‌ییز متحد دی. Читать дальше...

'طالبانو تخار کې د سیمه‌ییزې اردو ۲۴ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې'

Pa.azadiradio.com 

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزې اردو ۲۴ تنه سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. د تخار د خواجه غار ولسوالۍ سیمه‌ییزو چارواکو نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د ښار اړوند د هواشناسي پر قرارګاه برید کړی وو چې دا مرګ‌ژوبله واوښته. د خواجه غار ولسوال محمد عمر عمري په دې اړه وویل: "موږ د پېښې په ځای کې یو شهید مو امبولانس کې بار کړل او دغه پېښه امنیه قوماندانۍ ته مخامخ د هواشناسي په تپه کې رامنځته شوې او په نتیجه کې د سیمه‌ییزې اردو ۱۹ تنه ځواکونه وژل شوي... Читать дальше...

ایران د کرونا ویروس له امله لګول شوي محدودیتونه راکم کړل

Pa.azadiradio.com 

ایران د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوي محدودیتونه راکم کړل. په داسې حال کې دغه هېواد د کرونا ویروس یو له سختو ځپل شویو هېوادونو دی او اوس هم لا د ویروس د خپرېدو سره په مبارزه بوخت دی، خو په تازه اقدام کې یې د ښارونو ترمنځ لویې لارې او لویې مغازې پرانېستي دي. دا اقدام چې نن د اپریل پر ۲۰ مه شوی د دې هېواد د اقتصادي فشارونو د کمېدو د یوې هڅې په توګه شوی دی. ایران له وړاندې د لویدیځ له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی. د ایران د عامې روغتیا وزارت د معلوماوت له مخې په دې هېواد کې د کرونا ویروس څه... Читать дальше...

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد. د افغانستان عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په کابل کې ۱۵، هرات کې ۶، په لغمان کې ۴، کونړ ۴ او په ننګرهار کې یوه مثبته پېښه شاملې دي."  ښاغلی مایار همدارنګه وایي په افغانستان کې ۱۱۰ طبي پرسونل هم په کرونا ویروس اخته شوي دي چې ۹۰ تنه‌یې مېرمنې دي.

رکشه چلوونکي وايي بچیو ته ډوډۍ نشي پیدا کولای

Mashaalradio.com 

د پنجاب په راولپېنډۍ کې د رکشې له چلوونکو څخه یې یو لوی شمېر د پښتنو دی چې له خپلو کلیو او ښارونو هلته د پیسو ګټلو لپاره ورغلي. دوی وايي، روان ټولبند یې ژوند زښت اغېزمن کړی او ان کورنۍ ته د ماښام ډوډۍ نشي پیدا کولای. نور په ويډیويي رپورټ کې.

سږکال کاټلنګ کې د موخې سیالۍ نه کېږي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په کاټلنګ کې هر کال پسرلي مهال د دودیزې لوبې موخې سیالۍ کېږي خو سږکال د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند (لاکډاون) له وجې نشي کېدای شي. لوبغاړي اوسمهال د انتظامیې په اجازه یوازې تمرین (مشق) کولای شي. د سیالیو نه کېدو یې مینه وال هم خپه کړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

کابل کې د چرګانو هګیو او غوښو ځانګړی مرکز پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د چرګانو ساتنې ملي ټولنه وايي، هګیو او د چرګانو غوښو ته د خلکو د لاسرسي او اسانتیاوو په هدف‌يې د دغه محصولاتو ځانګړی مرکز پرانیست. د دې ټولنې یوه غړي انصارالله بختیاني نن ازادي راډيو ته وویل، دغه مرکز چې د څلورمې حوزې مخامخ د هګیو د پلور په کوڅه کې موقعیت لري یو دانه هګۍ په‌کې په اته او د چرګانو یوه کیلو غوښه په ۱۶۰ افغانۍ پلورل کېږي. هغه زیاته کړه: "دا لومړنی مرکز دی چې په کابل کې پرانیستل کېږي، د دې مرکز د پرانیستو هدف د احتکار مخنیوی او دغه‌شان خلکو ته په مناسب قیمت د هګیو او غوښې... Читать дальше...

Новости России
Москва

Ирина Струнова стала Терапевтом года


د مالیې او ټرانسپورت وزارتونو ترمنځ د بارچلانۍ خدمتونو هوکړه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ماليې وزارت له ټرانسپورت وزارت سره د ټرانسپورتي محصولاتو او بارچالانۍ د خدمتونو هوکړه لاسلیک کړه. د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه هوکړې پر بنسټ به په بندرونو کې د ټرانسپورتي خدمتونو فیس په فزیکي ډول نه، بلکې د ماليې وزارت د سیکوډا سیستم په وسیله جمع کېږي. دی وايي وروسته به دغه پیسې د خزاینو د عمومي ریاست له لارې ټرانسپورت وزارت ته انتقالېږي. د ښاغلي مسجدي په خبره د دې هوکړې پر بنسټ به د ټرانسپورت خدمتونو د مالیاتو په راټولولو کې اسانتیاوې رامنځته او د فساد مخه به هم ونیول شي.

د داعش له لوري په بم د الوزول شوي کس د کورنۍ وضعیت

Pa.azadiradio.com 

د داعش له لوري په بم د الوزول شوي کس کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. رحمان ګل چې د داعش ډلې له لورې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په بم الوزول شوی دا مهال یې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده. د ازادي راډیو خبريال سهارګل امیرزي له ننګرهار ولایت څخه دا راپور چمتو کړی:

د افغانستان هنرسالار انځورګرانو د عامه پوهاوي په هدف نقاشۍ ایستلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هنرسالار انځورګرانو د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي په هدف نقاشۍ ایستلي. د هنرسالار مشر امېد شریفي وویل د انځورونو او خاصو لیکنو په مټ د خلکو نظر جلبېږي څو له کرونا ځان وساتي. هغه زیاته کړه: "په پنځو ولایتونو کندهار، هلمند، هرات، کابل او ننګرهار کې په هر ولایت کې پنځه نقاشۍ شوې دي. دا مهم موضوعات چې د لاسونو وینځل، د فاصلې رعایتول او د نظافت ساتل دي په دې اړه دا نقاشۍ ځانګړې شوي." هنرسالار د انځورګرانو شبکه له شپږو کلونو راهیسې په افغانستان کې په دېوالونو او لویو ډبرینو... Читать дальше...

د جوزجان خم‌اب لپاره د طالبانو ولسوال او د هغه ۱۳ ملګري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د خم‌اب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او د هغه ۱۳ ملګري وژل شوي او ۱۰ نور طالبان ټپیان دي. د جوزجان ولایت مطبوعاتي دفتر یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي وسله‌والو طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله د افغان پوځیانو په هغو ګډو عملیاتو کې اوښتې چې د یکشنبې په ورځ‌یې په خم‌اب ولسوالۍ کې ترسره کړل. افغان چارواکو ویلي چې خم‌اب ولسوالۍ یې په بشپړه توګه له طالبانو تصفیه کړې ده او اوس وخت د قرقین ولسوالۍ د تصفیې په هدف پوځي عملیات دوام لري. وسله‌والو طالبانو تر اوسه... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта






В Кемерове защитники воспитателя, обвиненного в истязании детей, обратились к Александру Бастрыкину

На Светлой седмице в московских храмах пройдут мероприятия фестиваля «Пасхальный дар»

«Июнь подложит нам всем свинью». Синоптики составили новый прогноз на начало лета

Патрулирование пожароопасных участков лесов провели в Подмосковье