Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

Новости за 17.04.2020

قرغز ډاکټر له انتقاد وروسته له حکومت څخه بخښنه وغوښته

Pa.azadiradio.com 

یوه قرغز ډاکټر چې په روغتون کې د لازمو وقایوي وسایلو د نشتوالي له کبله پر حکومت انتقاد کړی و، په یوه ویډیويي پیغام کې بخښنه وغوښته. د هغه دې کار د قرغزستان پر حکومت په تېره پر امنیتي ادارو د خلکو زیات انتقادونه پارولي دي. په دې اړه نور جزییات په دې ویډیو کې:

کابل: کورونا څنګه د يو کور ۳ کسان مړه کړل؟

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې کورونا وایرس د اپرېل تر ۱۷مې پورې دېرش کسان وژلي او تر نهه سوو ډېر پرې اخته شوې دي. دې وايرس ګڼې کورنۍ غمژنې کړې دي خو د کابل يوه يې تر نورو ډېره ځپلې ده.

د لوګر د مس عینک کان نږدې ۴۰۰ کارکوونکي وزګار شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په مس عینک کان کې د لرغون پېژندنې د برخې شاوخوا ۳۶۵ تنه کارکوونکي، چې د ژمي په راتلو سره رخصت شوي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د لوګر د مس عینیک په کان کې د لرغونو اثارو د پېژندنې د برخې کارکوونکي وایي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په کورونو ناست دي او په دې پروژه کې د کار د بېرته نه پیلېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه کارکوونکي چې شمېر یې نږدې څلورسوه کسانو ته رسېږي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله ځینې کورنۍ د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي. یو تن وایي: "ریدی ګل مسلمیار یمد مس... Читать дальше...



د کورونا وایرس پر وړاندې د روغتیاپالانو مبارزه

Mashaalradio.com 

د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې روغتیاپالان په روغتونونو کې د کورونا وایرس ناروغانو درملنه په داسې حال کې کوي چې خپله هم له خطر سره مخامخ دي. د مشال راډیو خبریال ګل ایاز د رویټرز اژانس د بېلا بېلو ویډیوګانو پر بنسټ دا رپورټ جوړ کړی.

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان کې بند پاکستاني وګړي خپل هېواد ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان دولتي راډیو وايي، هغه پاکستاني وګړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په افغانستان کې پاتې و، له نن (جمعه د اپرېل ۱۷مه) خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه لري. د دې راډیو په حواله، هغوی د تورخم له لارې ستنېدلای شي. دا پرېکړه په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو په غونډه کې شوې ده. د پاکستان راډیو دا هم وویل، نن به ۲۰۰ پاکستاني اتباع او سبا به ۵۰۰ هغه پاکستاني وګړی چې په افغانستان کې پاتي شوي و، د تورخم له لارې پاکستان ته ستنېږي.

اوکراین کې یو لوړ پوړی امنیتي چارواکی نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې یو لوړ رتبه امنیتي چارواکی په دې تور چې د روسیې له فدرالي امنیتي ادارې سره یې همکاري کوله او د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر ارسن اواکوف د قتل لپاره په دسیسه کې لاس درلود، ونیول شو. د اوکراین د کورنیو چارووزارت مرستیال پرون، د اپرېل په ۱۶مه، په دې اړه په ټلویزیوني وینا کې وغږېد او ویې ویل چې د اوکراین د امنیت د ادارې چارواکی جنرال والري شیطانوف په دې تورن دی چې د کورنیو چارو د وزیر او همداراز د هغو چیچنی رضاکارانو د مشر د قتل په مشکوکه دسیسه کې یې لاس درلود چې د اوکرایني ځواکونو په... Читать дальше...

بریتانیا کې متقاعد پوځي ۲۲ میلیونه ډالره راغونډ کړي

Pa.azadiradio.com 

په بریتانیا کې یوه متقاعد منصبدار چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې برخه درلوده، هغو روغتیايي کارکوونکو ته، چې د کویډ- ۱۹ ناروغانو په درملنه لګیا دي، د مرستې لپاره ۲۲ میلیونه ډالر راغونډ کړل. دا وګړی ټېم مور نومېږي او ۹۹ کلن دی. هغه پرون ، داپرېل په ۱۶مه، د خپل کور په باغچه کې ۱۰۰ قدمه واخیستل او په پیل کې داسې ګڼل شوې وه چې هغه به یوازې دولس نیم سوه ډالر په بریتانیا کې د روغتیا له سکټور (ان ، اچ ، ا س) سره د مرستې لپاره را غونډ کړي. خو تر ۸ لکه زیاتو بریتانویانو هغه ته د دې قدم وهلو لپاره پيسې ورکړې. Читать дальше...

افغان چارواکي: بلخ کې له طالبانو د کلفت بندر نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وایي چې د بلخ ولایت د کلفت بندر یې له وسله والو طالبانو ونیوه. د شاهین ۲۰۹ قول اردو په خبرپاڼه کې چې نن د اپرېل په ۱۷مه خپره شوه، ویل شوي چې له دوه نیمو کلونو راهیسې وسله وال طالبان په دې سیمه کې ځای پرځای وو خو بلاخره ونیول شوه. دا بندر د افغانستان او ترکمنستان پر پوله جوړ شوی او په افغانستان کې له ډېرو پخوانیو بندرونو دی. وسله والو طالبانوپه دې اړه خبرې نه دي کړي.

فقیر اې پي د پښتونستان اعلان کړی وو

Mashaalradio.com 

پښتونخوا ملي عوامي ګونداو د شمالي وزیرستان ځینو مدني فعالانو او ځايي مشرانود اپرېل په ۱۶مه نېټه د پښتنو ازادۍ سالار مرزا علي خان وزیر چې په فقیر اې پي مشهور وو، د ۶۰م تلینلمانځولو لپاره یې انتظامات برابر کړي وو خو د شمالي وزیرستان نه د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر د زیارت په ماښام مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې د کورونا وبا له وجې یې غونډه ځنډوله. میر کلام وزیر د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره د فقیر اې پي پر مبارزه غږېږي

Новости России
Москва

Экзаменационный центр «Воронеж-НК» на базе Воронежского ТРЗ Желдорреммаш сертифицирует до 200 дефектоскопистов ежегодно.


چارواکي: ارزګان کې ۶ افغان سرتیري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په یو برید کې ۶ افغان سرتیري وژل شوي او ۳ ټپیان دي. د دغه ولایت د والي ویاند زړګې عبادي نن جمعه ازادي راډيوته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا۱۰بجي د ترینکوټ ښار اړوند په کوټ والو او چینو سیمه کې پر امنیتي پوستو کړي دي. هغه وايي، د یاد برید پرمهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي خو وايي، په اړه کره معلومات نه لري. کوټ والو او چینو سیمه د ترینکوټ ښار څخه په پنځه کیلو متري کې پرتې سیمې دي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев о победе на "Мастерсе" в Мадриде: у меня нет слов






Baza: москвички сломали ребенку грудной позвонок, требуя освободить качели

Телеведущая Виктория Боня решила покинуть Россию и улететь в Монако

В Таиланде стартовали съемки фильма ON с Юлией Пересильд в главной роли

Вы в опасности. Мошенники начали незаметно списывать деньги с банковских карт россиян