Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

د نړۍ د تېلو تولیدوونکو هېوادونو د تېلو د کمېدو توافق نهایي کړ

0
د تېلو د سترو تولیدوونکو هېوادونو سازمان اوپک، روسیې او د تېلو نورو تولیدوونکو هېوادونو د تېلو د تولید د کمېدو یو بې‌ساری توافق نهایي کړ.


د تېلو تولېدوونکي او صادروونکي هېوادونه هیله‌من دي چې دغه توافق به وکړای شي چې د تېلو بیې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رالوېدلي بېرته پورته او د تېلو د تولید سیالي به له‌منځه یوسي.


د اوپک او د روسیې په ګډون ۲۳ هېوادونو پرون د ورځې په وروستیو کې وویل چې د مې او جون په میاشتو کې‌یې د تېلو په تولید کې د ورځې د نهه میلیونه او ۷۰۰ زره بېرلو تېلو پر کمېدو موافقه کړې ده.


دغه‌راز د شوې موافقې له مخې هېوادونه باید د ۲۰۲۲ کال د اپرېل تر میاشتې د تېلو د تولید په اوسنۍ اندازه کې په ورځ کې ۶ میلیونه بېرله کموالی راولي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټويټ کې لیکلي چې ده ټولو ته ویلي چې دا د ټولو لپاره یوه ښه موافقه ده.


کرملېن نن وختي اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ټرمپ او د سعوي له پاچا سلمان سره د ټيلیفون له لارې خبرې وکړې او درې واړو له دغې موافقې خپل ملاتړ څرګند کړ.


د تېلو په تولید کې دغه کمښت له هغه ډېر کم دی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د تېلو د تقاضا په برخه کې رامنځته شوې.


د اټکل له مخې په اوس وخت کې په نړۍ کې د تېلو لپاره تقاضا د ورځې شاوخوا ۳۰ میلیون بېرله کمه شوې ده.


پر دې سربېره په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د تېلو په مصرف کې هره ورځ دېرش میلیونه بېرله کمی اټکل شوی دی.


د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک نن سهار وویل، روسیه او سعودي عربستان د تېلو ورځنی تولید هر یوه تر ۲.۵ ملیونه بېرله کموي.


د ایران د تیلو وزیر بيژن رنګینه د دې هېواد پر دولتي تلویزیون وویل، کویټ، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د خپلو تېلو په تولید کې هره ورځ د دوه میلیونه بېرلو د کمي ژمنه کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса