Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

خلیل‌زاد د بندیانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ

0
د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.


خلیل‌زاد نن سهار وختي په دوو ټویټونو کې ویلي چې د بندیانو خوشې کېدل د سولې او شخړې د کمېدو لپاره یو مهم ګام دی.


هغه همداراز ویلي چې دواړه لوري باید دغه هڅې ګړندۍ کړي ترڅو هر څومره ژر چې کېدای شي هغه هدفونه ترلاسه شي چې د امریکا او طالبانو په تړون کې مشخص شوي دي.


خلیل‌زاد دغه‌راز ویلي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ خپرېدا زندانونه له واقعي خطر سره مخامخ کړي او دا بل عمده دلیل دی چې دغه پروسه په چټکۍ مخ ته لاړه شي.


پرون طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت۲۰ تنه بندیان په کندهار کې خوشې کړل او له دې مخکې د طالبانو ۳۰۰ بندیان د افغانستان حکومت خوشې کړي وو.


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو، د بین‌الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې د افغانستان حکومت باید د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان هم د حکومت زر بندیان خوشې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса