Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

مالیې وزارت د نړیوال بانک لومړنۍ مرسته ترلاسه کړه

0
د افغانستان ماليې وزارت وايي، له دې هېواد سره د کرونا ویروس د مبارزې په هدف د نړیوال بانک لومړنۍ مرسته‌يې ترلاسه کړه.


د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په هدف د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه چې ۲۰ میلیونه ډالره‌يې افغانستان ته انتقال شوه.


ښاغلی مسجدي وايي: "د دغه مرستو لومړنۍ برخه چې ۲۰ میلیونه ډالره کېږي افغانستان ته انتقال شوې، لکه څنګه مو چې وړاندې هم وویل نړیوال بانک دغه مرستو ته ژمن دی او دا مرستې به دوام ولري."


ښاغلی مسجدي وايي دا مرستې د کرونا ویروس سره د مبارزې او دغه‌شان د روغتیايي برخې د ښه کېدو په هدف مصرفېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса