Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

د خوست پر والي موټر بم حمله کې ۱۴ تنه ټپیان شوي

0
د خوست پر والي موټر بم حمله کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.


نن سهار ۱۰ بجې د خوست د والي د موټر پر کاروان په بمي برید کې ۲ پوځیان او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.


یاد موټر بم برید د خوست اداري کمپلېکس ته نږدې له جمهوریت دروازې سره شوی دی.


د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډيو ته وویل، له دې پېښې د خوست والي محمد حلیم فدايي روغ وتلی، خو د ده په تعقیبي موټر کې يې دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.


منګل وویل د چاودنې سیمې ته نږدې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسي وګړي هم ټپیان شوي چې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږل شوي او د دې برید د ټولو ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.


یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط وویل چې چاودېدونکي توکي په یو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، خو موټر له‌منځه تللی دی.


تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса