Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

طالبانو د ایراني پوله ساتو ځواکونو په وروستي عمل غبرګون وښود

0
په داسې حال کې چې افغان حکومت د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا په هریرود سیند کې د لسګونه افغانانو د ډوبولو د ادعاوو په اړه تحقیقات کوي طالبانو په یوه بیان کې له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او اسلامي ورورګلوۍ د اصولو پربنسټ چلند وکړي.


د افغانستان په یو شمېر کورنیو رسنیو او ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې د شنبې په ورځ شاوخوا ۵۰ افغانان چې د دهنه ذوالفقار له غیرقانوني لارې د ایران خاورې ته ننوتي وو، د ایراني سرتېرو له خوا نیول شوي او له وهلو ټکولو وروسته هریرود سیند ته اچول شوي.


په راپورونو کې د څو کسانو د ژوندي پاتې کېدو خبر هم ورکړل شوی چې شمېر یې بېلابېل ښودل شوی.


طالبانو په خپل بیان کې د پېښې د مړو شمېره ۲۳ تنه ښودلې ده او قربانیان یې شهیدان بللي دي.


په بیان کې د ایراني چارواکو دا کار هم قساوت بلل شوی دی.


په هرات کې د ایران قونسلګرۍ دا راپورونه ناسم بللي او وايي چې بېلابېلو سرچینو او له هغې ډلې د تایبا د سیمې سرحدي چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر خپل سیاسي معین ته دنده سپارلې ده چې په دې اړه هراړخیز تحقیقات وکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса