محمد باقر قالیباف د ایران پارلمان مشر وټاکل شو
د ایران پارلمان د تهران پخوانی ښاروال محمد باقر قالیباف د پارلمان د مشر په توګه وټاکه. قالیباف چې د فبرورۍ پارلماني انتخاباتو کې یې تر ټولو ډېرې رایې له پلازمېنې تهران څخه ترلاسه کړې وې، یو وخت د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو د قوماندان په توګه هم پاتې شوی دی. د ایران د پارلمان موقت مشر رضا تقوي نن د ښاغلي قالیباف ټاکنه داسې اعلان کړه: "محمد باقر قالیباف د ۲۳۰ رایو په اخیستلو سره د یوه کال لپاره د پارلمان د مشر په توګه وټاکل شو." ویل کېږي نوموړی له دې کبله چې د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله... Читать дальше...