Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

Новости за 31.05.2020

ارزګان کې وهل شوې زليخا عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

دغه مېرمن د خاوند له لوري څو ځلې شکنجه شوې او په ډېر ظلم سره وهل شوې او اوس په روغتون کې بستر ده. روغتیايي مسؤلین هم وايي چې د زليخا روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی. د دې مېرمنې خپلوان هم له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي. په دې اړه نور حال له ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت راپور کې.

د خورشيد ټلوېزيون خبريال ضمير اميري خاورو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

خپلوانو يې ضمير اميري له ټولو هيلو سره خاورو ته وسپاره. د خورشيد ټلوېزيون دوه تنه کارکوونکي ضمير اميري او شفيق‌الله ذبيح د دوشنبې په ورځ د سړک غاړې چاودنې له امله ووژل شول له دوی سربېره شپږ کسان نور ټپيان شول. داعش ډلې د دې حملې مسؤليت په غاړه اخيستی. شفيع کريمي دا راپور چمتو کړی.

قبرس ته وړیا سفر، خو که دغه هېواد کې په کرونا اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بیرته په پښو ودروي. کرونا ویروس دغه صنعت چې د اروپایي ټولنې سل سلنه اقتصاد پرې ولاړ دی، سخت ځپلی دی. هېوادونو بېلابیلې تګلارې او تشویقي برنامې د ګرځندوی بیا ژوندي کېدو ته پام کې نیولي. نور په دې ویډیو کې وګوری.

سعودي، ترکیې او بیت المقدس کې جوماتونه پرانیستل شول

Mashaalradio.com 

د سعودي عرب حکومت په هېواد کې ګڼ جوماتونه بیاپرانیستي دي خو کعبه به لا هم تړلې وې. په عین وخت کې د بیت المقدس لوی جومات هم پرانیستل شوی. تر دې مخکې د مې پر ۲۸مه زرګونه خلکو په ترکیې کې د جمعې لمونځ په جوماتونو کې وکړ. د جوماتونو بیاپرانیستل په اسلامي هېوادونو کې د کورونا وایرس مخنیوي په موخه په پړاوونو کې د ټولبند د نرمولو بهیر برخه ده. د رویټرژ اژانس ویډیوګانو پر اساس رپورټ.

امریکا کې د یوه تور پوستي د وژنې په غبرګون اعتراضونه وغځېدل

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د نژادي عدالت غوښتنې لپاره اعتراضونه چې د یو سپین پوستي پولیس په لاس د یوه تور پوستي وګړي له مړینې وروسته وپارېدل، پرون د مې په د۳۰مه څو لویو ښارونو ته هم وغځېدل. دا اعتراضونه په نیویارک، واشنګټن، اتلانتا، شیکاګو، لاس انجلس او یو شمیر نورو ایالتونو کې وشول. ۴۶ کلن تور پوستي جورج فلوید د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ساه ورکړه چې د پولیسو یوه سپین پوستي افسر د میناسوتا ایالت د مینیاپولیس ښار په یوه سړک کې د هغه په لاسونو کې زولنې واچولې، مخ پر ځمکه‌یې څملاوه او خپل زنګنونه‌یې د هغه پر اورمېږ کېښودل. Читать дальше...

سعودي کې ۹۰ زره جوماتونه بېرته پرانیستل شول

Pa.azadiradio.com 

په سعودي عربستان کې له مکې مکرمې پرته د نورو ښارونو زرګونه جوماتونه چې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په ترڅ کې بند شوي و نن د لومړي ځل لپاره بیا پرانیستل شول، خو لمونځ کوونکو ته ویل شوي دي چې د دې وبا د مخنیوي لپاره باید لازم مقررات په کلکه مراعات کړي. د سعودي حکومت شاوخوا ۹۰ زره جوماتونه وروسته له دې چې د هغو پر غالیو، د اوداسه پر ځایونو او الماریو یې عفوني ضد مواد وپاشل پرانیستل. د سعودي د اسلامي چارو وزارت وايي د 'SMS' له لارې په میلیونونو پیغامونو کې یې خلکو ته د لمانځه د دوه متره فاصلې... Читать дальше...



د کابل پولیسو ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیه قوماندانۍ په پلازمېنه کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳ کسانو د نیولو خبر ورکوي. د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي د کابل جنايي پولیسو دا کسان د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې توقیف کړي دي. د خبرپاڼې له مخې دا ۱۳ کسان چې له ځینو څخه‌یې وسلې هم ترلاسه شوي د قتل، شوکو، غلاوو او له خلکو د باج اخیستو په بېلابېلو مواردو تورن دي.

افغان حکومت ګڼ نور طالبان خوشې کوي

Mashaalradio.com 

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت هیله لري چې دا کار به د طالبانو له‌خوا پیل شوی تاوتریخوالی راکم کړي.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۶۸۰ نور کسان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي. دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي چې دا شمېره د څه باندې ۱،۱۰۰ مشکوکو مواردو له معاینې وروسته ترلاسه شوې دي. په بیان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د ۸ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی. له دې نویو مواردو سره په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو ټوله شمېره ۱۵،۲۰۵ ته او د مړینو شمېره ۲۵۷ ته لوړه شوه.

هرات کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي او یو ماشوم سخت ټپي دی. د هرات والي ویاند جېلاني فرهاد نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل پېښه تېره شپه شوې او په قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ښاغلی فرهاد زیاتوي: "له یو ټېلري موټر سره د سورلۍ د یو سرف ډوله موټر د ټکر له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي چې ۳ تنه‌یې ښځې، ۴ نارینه او ۲ ماشومان دي." د ښاغلي فرهاد په وینا د دې پېښې ټول قربانیان د کاپیسا ولایت اوسېدونکي دي. د هرات د والي ویاند د دې پېښې علت ټرافیکي قواعدو ته د موټر چلوونکو نه‌پاملرنه بللې ده.

داعش د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د برید مسؤلیت واخیست

Pa.azadiradio.com 

اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د هغه ترورېستي برید مسؤلیت منلی چې د خورشید ټلوېزیون یو خبریال او یو تخنیکي همکار په‌کې ووژل شول او اووه نور ټپیان شول. د خورشید ټلوېزیون مسؤل محمد رفیع رفیق صدیقي رسنیو ته ویلي دي چې پر همکارانو یې ترورېستي برید شوی دی. د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې حکومت دا برید په کلکه غندي او زیاته‌یې کړه چې د پېښې په اړه به څېړنې وشي. د بخښنې نړیوال سازمان، د ژورنالېستانو د ملاتړ نړیوالې ټولنې او په کابل کې د امریکا سفارت هم دا حمله... Читать дальше...

پاکستان کې د ماسک تړل لازمي وګرځول شول

Mashaalradio.com 

د روغتيا چارو لپاره د وزيراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د مې پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبري کانفرانس ته وويل چې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېر په زياتيدو دی

افغان حکومت ۲۹۰ تنه نور طالب زندانیان ازادوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت هیله لري چې دا کار به د طالبانو له‌خوا پیل شوی تاوتریخوالی راکم کړي.

د هند د مرسته شويو غنمو ۳مه بېړۍ چابهار ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د هند د مرسته شويو غنمو د لېږدونې درېيمه بېړۍ پرون ناوخته چابهار ته ورسېده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو ٥ زره ٧٥٠ مټريک ټنه چابهار بندر ته ورسېدل او هېواد ته د دغو غنمو لېږدول پيل شوي دي. د دغو غنمو په لېږدونې سره د هندوستان د مرسته شويو غنمو له جملې څخه نږدې ٢١ زره مټريک ټنه‌يې لېږدول کېږي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو بېړني حالت او غنمو ته د زياتې اړتيا وضیعت کابو کړي. دوی وایي له دې سره جوخت د پاتې... Читать дальше...

Новости России
Москва

Аналитическое исследование «585*ЗОЛОТОЙ» показало, сколько тратят на обручальные кольца в 2024 году в разных городах России


د افغانستان مالیې وزارت: ملي شورا دې د کرونا بودجه ژر تصیب کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت له ملي شورا نه غواړي چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بودجه ژر تر ژره تصیب کړي. د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې مالیې وزارت د ثور په ١٥مه نېټه د بودجې سند ولسي جرګې ته سپارلی، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم دغه سند نه‌دی تصویب او بې‌پرخلیکه پاتې دی. دی وایي چې په عادي بودجه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نږدې ۱۰ میلیارده او ۱۶۹ میلیونه افغانۍ تعدیلات راغلي چې باید ملي شورا یې له ارزونو وروسته تصویب کړي. دا په... Читать дальше...

اصلاح: په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د نویو هڅو پیل!

Pa.azadiradio.com 

د سرمقالې په یوه برخه کې د جګړې پر ښکیلو لورو غږ شوی چې د بیان ازادي د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ومني او په باور یې د رسنیو د یوڅو کارکوونکو په وژلو سره دا امکان نه لري چې د رسنیو او مطبوعاتو تګلاره بدله شي.

ملي امنیت شورا: په ۲ ورځو کې د طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي دي. د ملي امنیت شورا ویاند، جاوېد فیصل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له پلچرخي، د پروان له مرکزي توقیف ځایه او نورو ولایتي زندانونو خوشې شوي دي. جاوېد فیصل زیاته کړه: "دا لړۍ به نن یکشنبه هم دوام لري تر څو د جمهور رئیس له فرمان سره سم د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشې شي.  هغه نه‌دي ویلي چې نن به څو زندانیان خوشې کېږي.  د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشي شوي خو دا لړۍ لا هم روانه ده. Читать дальше...

روغتیا وزارت: تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس پېښې څو چنده زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په یوه وروستي میاشت کې څو برابره زیات شوی دی. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح پرون، د مې په ۳۰مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس لا هم د زیاتېدو په حال کې دی او که ډېر خلک په دې ویروس اخته شي، د افغانستان پر روغتیايي سکټور به ډېر فشار راشي او د یوې فاجعې د پېښېدو امکان شته. مجروح وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۴۵۰۰ اوښتې دي. مجروح وویل چې د کرونا ویروس له کبله ۲۴۹ تنه مړه شوي دي. د افغانستان... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев не отстал от «Реала»! Как русская звезда тенниса покорила Мадрид






В Таиланде стартовали съемки фильма ON с Юлией Пересильд в главной роли

Лучшая в России. Новую судоверфь для электросудов строят в Москве

Baza: москвички сломали ребенку грудной позвонок, требуя освободить качели

Итоги опроса о главном спортивном событии подвели в Подмосковье